پاكستان متحده عرب اماراتو سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬د شېخ زېد بن سلطان النهيان د ورثې مخ په وړاندې بوتللو ضرورت دې

اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې پاكستان متحده عرب اماراتو سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬د شېخ زېد بن سلطان النهيان د ورثې مخ په وړاندې بوتللو ضرورت دې۔ده دا خبرې د متحده عرب اماراتو وظيفه ترسره كونكي سفير عيسٰی عبدالله الباشا النعيمي سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې اولس مشر سره …

اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې پاكستان متحده عرب اماراتو سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬د شېخ زېد بن سلطان النهيان د ورثې مخ په وړاندې بوتللو ضرورت دې۔ده دا خبرې د متحده عرب اماراتو وظيفه ترسره كونكي سفير عيسٰی عبدالله الباشا النعيمي سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې اولس مشر سره ملاقات وكړو۔اولس مشر ووئيل چې پاكستان په دې منطقه كښې د ترهه ګرۍ تر ټولو لويې هدف و خو د الله تعالٰی په فضل او كرم په دې تر ډېره حده قابو موندل شوې۔ډېر زر به د دې فتني مكمل خاتمه وكړی شي او د دې نه پس به په هېواد كښې د اقتصادي چارو رفتار زيات شي۔اولس مشر ووئيل چې د پاكستان او متحده عرب اماراتو اړيكې د اماراتو باني شېخ زېد بن سلطان النهيان پياوړې ورثه ده او د دې د لا زياتولو ضرورت دې۔ده ووئيل چې شېخ زېد بن سلطان النهيان د پاكستان لويې دوست وو زه خوشحاله يم چې د ده ځاې ناستې شېخ راشد هم د ده په قدم تللو سره د دواړو ورورڼو هېوادنو ترمينځه اړيكې ټينګول غواړي۔اولس مشر د سفير د خذماتو ستائنه وكړه او وې وئېل چې ده د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو لپاره پياوړي خذمات ترسره كړي۔هيله لرم چې راتلونكې سفير به هم دغه وظيفه په ښه ډول ترسره كړي۔ده سفير ته ووئيل چې د اماراتو مشر ته دې د ده د خېرسګالۍ او نيكو هيلو پېغام ورسوي۔اولس مشر ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلا بېلو څانګو كښې مرسته كېږي او د دې د زياتولو ضرورت دې چې دغسې دواړه هېوادونه د يو بل د صلاحيت او پوهې څخه استفاده وكړی شي

مزید خبریں