د سركاري او پرائيوېټ حج سكيمونو ترمخه 1 لك 7 زره حج كوونكي حجاز مقدس ته رسېدلې٬ فلائټ آپرېشن به تر 26 اګست بشپړ كړې شي

مكه مكرمه 15 اګست (اے پي پي)حج 2017 لپاره د سركاري او پرائيوېټ حج سكيمونو ترمخه 1 لك 7 زره حج كونكي حجاز مقدس ته رسېدلې دي٬ فلائټ آپرېشن به تر 26 اګست بشپړ كړې شي۔د مذهبي چارو وزارت له مخې مكه مكرمه كښې د حاجيانو شمېره په تندۍ سره زياتېږي٬تراوسه د 46 پروازونو د لارې 70 زره څخه زيات د سركاري او 37 زره څخه زيات د پرائيوټ سكيم …

مكه مكرمه 15 اګست (اے پي پي)حج 2017 لپاره د سركاري او پرائيوېټ حج سكيمونو ترمخه 1 لك 7 زره حج كونكي حجاز مقدس ته رسېدلې دي٬ فلائټ آپرېشن به تر 26 اګست بشپړ كړې شي۔د مذهبي چارو وزارت له مخې مكه مكرمه كښې د حاجيانو شمېره په تندۍ سره زياتېږي٬تراوسه د 46 پروازونو د لارې 70 زره څخه زيات د سركاري او 37 زره څخه زيات د پرائيوټ سكيم د لارې سعودي عربستان ته رسېدلې دي۔دا خبره دې ياده وي چې سږ كال د كوټې بحالۍ نه پس پاكستان څخه به پھ مجموعي توګه 1 لك 79 زره 210 كسان د حج فريضه ادا كوي چې پكښې 1 لك 7 زره 526 د سركاري او 71 زره 684 كسان به د پرائيوېټ سكيم د لارې حج ادا كوي۔د پاكستان حج كوونكو لارښودنې او آسانيو لپاره تراوسه 180 سيزنل سټاف طبي آسانيو لپاره د مېډيك مشن ترمخه 400 څخه زيات ډاكټران ٬ دغسې د بلډنګز٬ فوډ او ټرانسپورټ آسانيو لپاره 450 مرستياله تعينات كړې شوي دي۔د مذهبي چارو وزارت د آسانيو معيار مانيټرنګ پخپله كوي او دې لپاره جلا جلا ډلې جوړې كړی شوي ۔حج آپرېشن 2017 كاميابۍ سره روان دے او په ټولو څانګو كښې افسران او سټاف شپه او ورځ د حاجيانو په خذمت كښې بوښت

مزید خبریں