پاكستان به د حق خود اراديت ترلاسه كولو لپاره د كشميريانو سياسي٬سفارتي او اخلاقي حمايت روان ساتي۔ د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 15 اګست (اے پی پی)د خارجه دفتر وياند د پاكستان 70مې سالګرې پھ موقع د حق خود اراديت ترلاسه كولو كښې د كشميريانو د غېر متزلزل حمايت روان ساتلو د عزم پخلي سره وئېلي دي چې پاكستان به د حق خود اراديت ترلاسه كولو لپاره د كشميريانو سياسي٬سفارتي او اخلاقي حمايت روان ساتي۔ د نهې پھ ورځ په يو ټوېټ كښې وياند د دې عزم څرګندونه كړې چې …

اسلام آباد 15 اګست (اے پی پی)د خارجه دفتر وياند د پاكستان 70مې سالګرې پھ موقع د حق خود اراديت ترلاسه كولو كښې د كشميريانو د غېر متزلزل حمايت روان ساتلو د عزم پخلي سره وئېلي دي چې پاكستان به د حق خود اراديت ترلاسه كولو لپاره د كشميريانو سياسي٬سفارتي او اخلاقي حمايت روان ساتي۔ د نهې پھ ورځ په يو ټوېټ كښې وياند د دې عزم څرګندونه كړې چې پاكستان به مقبوضه كشمير كښې د هندي عسكرو دلاسه د بشري حقونو خلاف ورزي په ټولو نړيوالو فورمونو رامخې ته كوي۔ ده د بې ګناه كشميريانو د شهادت غندنه وكړه۔ ده ووئيل چې د كشميريانو ژوند په خطره كښې اچول د ملګرو ملتونو د منشور او د نړيوالو كنونشنو خلاف ورزي ده

مزید خبریں