اسلام آباد 14 اګست (اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې د نن پاكستان د 2013 پاكستان څخه زيات روښانه دې او په اقتصادي توګه مستحكم كېږي٬مونږ ټول پاكستانيان يو٬مونږ پھ دې خبره وياړ لرو٬د قائداعظم محمد علي جناح مقصد وو چې پاكستان يو امن ناكه او جمهوري هېواد جوړ شي بايد د قائداعظم د وژن بشپړولو لپاره مونږ ټول په ګډه هڅې وكړو٬مونږ …
د نن پاكستان د 2013 پاكستان څخه زيات روښانه دې او په اقتصادي توګه مستحكم كېږي٬مونږ ټول پاكستانيان يو٬مونږ پھ دې خبره وياړ لرو٬د قائداعظم محمد علي جناح مقصد وو چې پاكستان يو امن ناكه او جمهوري هېواد جوړ شي بايد د قائداعظم د وژن بشپړولو لپاره مونږ ټول په ګډه هڅې وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد 14 اګست (اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې د نن پاكستان د 2013 پاكستان څخه زيات روښانه دې او په اقتصادي توګه مستحكم كېږي٬مونږ ټول پاكستانيان يو٬مونږ پھ دې خبره وياړ لرو٬د قائداعظم محمد علي جناح مقصد وو چې پاكستان يو امن ناكه او جمهوري هېواد جوړ شي بايد د قائداعظم د وژن بشپړولو لپاره مونږ ټول په ګډه هڅې وكړو٬مونږ له به عهد كول وي چې ټول پاكستانيان آئين ولولي بايد په نن ورځ مونږ دا خبره ياد وساتو چې پخواني وزيراعظم نواز شريف تېرو څلورو كلونو كښې د پاكستاني قام او ځوانانو لپاره په زړه پورې كار كړې٬د محمد نواز شريف د وژن ترمخه د هڅو په نتيجه كښې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې كاميابۍ ترلاسه شوي دي٬د توان پروژې پېل شوي او د سي پېك ترمخه پاكستان كښې د غېر ملكي سرماريه كارۍ د لارې په ځينو لويو پروژو كار روان دې٬د 90 په لسيزه كښې چې پخواني وزيراعظم نواز شريف د انفراسټركچر پرمختګ كوم وژن وو٬ نن د هغې ترمخه د پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژې بشپړېږي٬پاكستان امن ناكه او محفوظ هېواد جوړولو له زمونږ وسله وال ځواك٬قامي نافذ كونكو ادارو او د ټولو صوبو پوليس د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي دې سره سره د مېډيا خذمات هم د ستائنې وړ دي٬مسلم ليګ(ن)چې په خپل منشور كښې چې كوم لوظونه كړي وو هغه ترسره كېدونكي دي٬د مسلم ليګ(ن)قيادت كښې پاكستان د پرمختګ او څوكالۍ پلو روان دې٬د محمد نواز شريف هېلت كيئر پروګرام د آسيا تر ټولو لويې پروګرام دې او يو تعليمي اصلاح پروګرام هم هغه پېل كړې۔دې دا خبره د آزادۍ ورځې 70مې سالګرې په موقع پي ټي وي هېډكوارټر كښې د كېك كټ كولو دستورې په خپل خطاب كښې وكړه۔د مباركۍ په خپل پېغام كښې دوهمې وزيرې ووئيل بايد نن ورځ مونږ دا خبره ياد وساتو چې پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف تېرو څلورو كلونو كښې د پاكستاني قام ځوانانو لپاره په زړه پورې كار كړی٬د محمد نواز شريف د وژن ترمخه د هڅو په نتيجه كښې د تېرو څلولو كلونو په مهال د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې مهمې كاميابۍ ترلاسه شوي او د سي پیك ترمخه پاكستان كښې د غېر ملكي سرمايه كارۍ په پروژو كار روان دې٬دې ووئيل پخواني وزيراعظم نواز شريف چې د 90 په لسيزه كښې د انفراسټركچر پرمختګ كوم وژن ليدلو نن د هغې وژن ترمخه د پاك چين اقتصادي راهدارۍ په پروژو كار روان دې۔دې ووئيل علامه اقبال چې كوم خوب ليدلې و او د كوم مقصد لپاره چې قائداعظم دا هېواد جوړ كړې وو په نن ورځ د هغې آزادي ترلاسه شوې وه بايد مونږ د هغه مقصدونو ترلاسه كولو لپاره په ګډه كار وكړو۔دې ووئيل پاكستان د لويو قربانو نه پس ترلاسه شوې او د پاكستان سباؤن روښانه دې۔دوهمې وزيرې ووئيل د هېواد پرمختګ له زمونږ مېرمنې هم په زړه پورې كردار ترسره كوي۔دې ووئيل پاكستان امن ناكه او محفوظ هېواد جوړولو له زمونږ وسله وال ځواك٬قامي نافذ كونكو ادارو او د ټولو صوبو پوليس د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي دې سره سره د مېډيا خذمات هم د ستائنې وړ دي۔دوهمې وزيرې ووئيل د تېرو څلورو كلونو په مهال هېواد پرمختګ كړې او په ترهه ګرۍ قابو موندلې شوې۔دې ووئيل د توان په لويو پروژو كار روان دې٬په 2013 كښې په پاكستان كښې زيات لوډشېډنګ كېدو٬د نن پاكستان د 2013 پاكستان څخه زيات روښانه دې۔دې ووئيل 2013 ټول ټاكنو كښې چې مسلم ليګ(ن)اولس سره كوم لوظونه كړي وو هغه ترسره كېدونكې دي۔دې ووئيل وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د پخواني وزيراعظم نواز شريف د وژن په بشپړولو عمل كوي او د هغه د پالېسو تسلسل به روان وي دغسې پاكستان به د مسلم ليګ(ن)په قيادت كښې د پرمختګ پلو روان وي










