پازيټو پاكستان د سيوري لاندرې او د پاكستان رينجرز په اشتراك سره د جشن آزادۍ دستوره پاكستان مانومنټ اسلام آباد كښې وشوه

اسلام آباد 14 اګست (اے پی پی) پازيټو پاكستان د سيوري لاندرې او د پاكستان رينجرز په اشتراك سره د جشن آزادۍ دستوره د ګل په ورځ پاكستان مانومنټ اسلام آباد كښې وشوه۔ پھ دستوره كښې د پاكستان رينجرز٬پوليس چارواكو٬د پازيټو پاكستان ځوانانو او وګړو ګڼ شمېر كښې ګډون وكړو۔په دې موقع بېرغ هم هسك كړی شو او شهيدانو ته پېرزوينې وړاندې كړی شوې۔په دې مهال د پاكستان رينجرز اسلام …

اسلام آباد 14 اګست (اے پی پی) پازيټو پاكستان د سيوري لاندرې او د پاكستان رينجرز په اشتراك سره د جشن آزادۍ دستوره د ګل په ورځ پاكستان مانومنټ اسلام آباد كښې وشوه۔ پھ دستوره كښې د پاكستان رينجرز٬پوليس چارواكو٬د پازيټو پاكستان ځوانانو او وګړو ګڼ شمېر كښې ګډون وكړو۔په دې موقع بېرغ هم هسك كړی شو او شهيدانو ته پېرزوينې وړاندې كړی شوې۔په دې مهال د پاكستان رينجرز اسلام آباد ونګ كمانډر كرنل ساجد ووئيل چې د پاكستان رينجرز اسلام آباد مانومنټ كښې په وړومبي ځل د بېرغ هسك كولو دستوره كښې ګډون كړې۔دستورې ته د پازيټو پاكستان صدر عابد اقبال كهاري ووئيل د پاكستان پولې محفوظ لاسونو كښې دي۔ده ووئيل د پاكستان آزادۍ لپاره زمونږ مشرانو لويې قربانۍ وركړي دي او مونږ د هغوي د قربانيو په نتيجه كښې آزاد هېواد كښې آزادۍ سره ژوند تېروو٬بايد مونږ د خپلې آزادۍ قدر وكړو۔ده د پاك پوځ قربانۍ هم وستائېلې۔ده ووئيل د پاكستان وګړي د هېواد دفاع لپاره د خپل ځواك سره اوږه په اوږه ولاړ دې

مزید خبریں