کو ئټه 13اګست (اے پی پی ) د كورنيو چارو وفاقی وزیر احسن اقبال وئيلي دي کوئټه كښی ځانمرګي بريد كښې د امنيتي اهلكارو او وګړو په شهادت دړديدلې يو۔ وفاقی او صوبائی حکومتونه او امنيتي ادارې د ترهه ګرۍ ختمولو له يو موټې دي ٬د اولس په مرسته به دې جنګ كښې كاميابي ترلاسه كوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ کوئټه كښې د بلوچستان وزیراعلیٰ …
وفاقی او صوبائی حکومتونه او امنيتي ادارې د ترهه ګرۍ ختمولو له يو موټې دي د اولس په مرسته به دې جنګ كښې كاميابي ترلاسه كوو

مزید خبریں
کو ئټه 13اګست (اے پی پی ) د كورنيو چارو وفاقی وزیر احسن اقبال وئيلي دي کوئټه كښی ځانمرګي بريد كښې د امنيتي اهلكارو او وګړو په شهادت دړديدلې يو۔ وفاقی او صوبائی حکومتونه او امنيتي ادارې د ترهه ګرۍ ختمولو له يو موټې دي ٬د اولس په مرسته به دې جنګ كښې كاميابي ترلاسه كوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ کوئټه كښې د بلوچستان وزیراعلیٰ نواب ثناء اللہ خان زهری سره خبرې کنفرنس ته پھ خپل خطاب کښې وكړه۔ په دې موقع صوبائی داخله وزیر سرفرازبګټی ، داخله سیکتر ډاکټراکبرحریفال او د پوليس آئی جی احسن محبوب هم موجود ؤ۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل د ځانمرګي بريد نه پس محمد نوازشریف ماته او د بلوچستان وزیراعلیٰ ته په سمدستي توګه كوئټې ته د تللو سپارښتنه وكړه۔ ده ووئيل 2013ء راهسې د ترهه ګرۍ په ضد د يوې ایجنډې ترمخه اقدامات شوي، دښمن دې ډول ناوړه بريدونو سره زمونږ عزم کمزورې كولې نه شي بلکه دې ډول بريدونو نه پس زمونږ عزم نور هم قوي كېږي۔ ده ووئيل وفاقی حکومت به د ټولو صوبو سره خپله مرسته روانه ساتي، ترهه ګري زمونږ د ټولو شريكه مسئله ده او د يو ټيم ورك په هيخ كار كولو سره دې ته ماتې وركړې كيدې شي۔ ده ووئيل ځينې سیاسی عناصر د هېواد کمزورې كولو هڅه كوي حالانکه دا وخت د يو موټې كيدو دې۔ احسن اقبال مخالفې ډلې ته خواست وكړو چې د ترهه په ضد د حكومت سره په ګډه خپل کردار ترسره كړي۔ ده ووئيل دا وخت پاکستان د جنګ په حالت كښې دې مونږ له به خپلو كښې اختلافات هېرولو سره د هېواد ګټو له يو موټې كيدل وي۔ ده ووئيل د ترهه ګرو ملا ماته شوي چې له امله ئې هغوي ناوړه کارروائیو كښې بوښت دي۔ د كورنيو چارو وزیر ووئيل د تيرو څلورو كلونو په مهال د ترهه ګرۍ په ضد مهمي کامیابۍ ترلاسه شوي۔ ده ووئيل د پاکستان پرمختګ لپاره وړومبې شرط امن راوستل دي۔ ده ووئيل پخواني وزیراعظم محمد نوازشریف د امنيتي ادارو سره په ګډه د بيلو عملياتو د لارې ترهه ګر انجام ته رسولې۔2013ء كښې مونږ ګڼو چیلجونو سره مخ ؤ نن په په بيلو محاذونو د پريكړې وړ پړاؤ كښې داخل شوې يو دغسې د ترهه ګرۍ په ضد هم تر ډير حد کامیابی ترلاسه شوي۔ده ووئيل امریکې او د اروپائي ائتلاف په شان سپرپاور هېوادونو كښې هم د ترهه ګرۍ پېښې رامخې ته كېږي۔ احسن اقبال ووئيل کوئټه كښې وفاقی او صوبائی حکومت او امنيتي ادارو اعلیٰ كچ مهمې پريكړې كړي۔ د بلوچستان وزیراعلیٰ نواب ثناء اللہ خان زهری په دې مهال کوئټه كښې د ترهه ګرۍ پېښې غندنه وكړه۔ ده ووئيل د تير وخت په مقابله كښې د امن وضعه تر ډير حد ښه شوي۔ ده ووئيل امنيتي ادارو سره په ګډه به پاتې ترهه ګر انجام سره مخ كولې شي۔ ده ووئيل اولس له تحفظ وركول زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ پېښو كښې كمې او امن راوستلو کریډټ پخواني وزیراعظم محمد نوازشریف ته ترلاسه دې۔










