جهلم 10 اګست (اے پي پي) پخواني وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي په كروړونو خلقو په كال 2013 كښې ما له ووټ راكړې او زه ئې اسلام آباد ته لېږلې وم او پنځو قاضيانو زه په يوه دقيقه كښې كور ته راولېږلم۔ د زيارت په ورځ جهلم كښې د پخواني وزيراعظم تود هركلے وشو او په لويه شمېره اولس او د ګوند كارمندانو په ھغه ګلونه وشيندل او د نواز …
په كروړونو خلقو په كال 2013 كښې ما له رائې راكړې او زه ئې اسلام آباد ته ولېږلم او پنځو قاضيانو زه په يوه دقيقه كښې كور ته راولېږلم

مزید خبریں
جهلم 10 اګست (اے پي پي) پخواني وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي په كروړونو خلقو په كال 2013 كښې ما له ووټ راكړې او زه ئې اسلام آباد ته لېږلې وم او پنځو قاضيانو زه په يوه دقيقه كښې كور ته راولېږلم۔ د زيارت په ورځ جهلم كښې د پخواني وزيراعظم تود هركلے وشو او په لويه شمېره اولس او د ګوند كارمندانو په ھغه ګلونه وشيندل او د نواز شريف په حق كښې ئې نعرې ووهلې۔ په دې موقع اولسي غونډې ته خپلې وېنا كښې پخواني وزيراعظم نواز شريف ووئيل آيا دا زما قصور ٶ چې زما په دور كښې پاكستان د پرمختګ بام ته ورسېد٬ په سي پېك كښې سرمايه كاري٬ د لوډشېدنګ خاتمه٬ په 70 كالو كښې يو وزيراعظم آئيني موده ترسره كولو ته نه دې پرېښودې شوې او آمريت لس لس كاله حكمراني كوي٬ ده ووئېل يو آمر د ملا د دړد په بهان بهر لاړ٬ آيا په پاكستان كښې داسې عدالت شته چې آمرانو او د پاكستان د پرمختګ لاره نيوٶنكو له سزا وركړي۔ ده ووئيل د سترې محكمې قاضيانو خپله هم وئيلي وٶ چې نواز شريف كرپشن ٬ كك بېكس٬ كمېسون نه دې اخستې٬ چې نواز شريف كرپشن نه دې كړې نو بيا ولې نااهله كړې شو بس د دې لپاره نااهله كړې شو چې د خپل زوي د كمپنۍ نه ئې تنخا نه وه اخستې۔ده ووئيل زما په دور كښې د كراچۍ رناګانې راوستې شوې٬ بلوچستان كښې امن راغلې ۔ده ووئيل په موټروېز كار روان دے٬ نن د كراچۍ نه تر پېښوره موټروېز جوړېږي۔ده ووئيل زما ګرېوان او زړه پاك دے ٬ د پاكستان په مينه كښې مې زړه په ډوبېدو دے٬ نيت مې صفا دے د هېواد امانت كښې مې خيانت نه دې كړې۔ده ووئيل زه خپل فكر نه لرم ما سره د ځوانانو فكر دے د چا سباٶن چې چرته په تياره كښې راګېر نشي٬ ده ووئېل٬ ځوانان دې مايوسه كېږي نه ٬ خدائے پاك تاسو سره دے٬ د قام او نواز شريف دعاګانې قام سره دي۔ده ووئيل د 70 كالو راهسې د قام استحصال كېږي٬ تر ننه يو وزيراعظم خپله آئيني موده نه ده ترسره كړې۔ ده ووئيل كه چرې پاكستان وړاندې تلل وي ٬ د ځوانانو سباٶن روښانه كول وي نو بيا به مونږ له هر څه بدلول وي٬ زه د اقتدار پرواه نه لرم٬ زه كور ته روان يم ۔ ده ووئيل قام به دې ټولو ډكټېرانو او پاكستان سره ظلم كوٶنكو نه حساب اخلي










