لاهور كښې د حضرت علي هجوېري مزار ته غسل وركړے شو

اسلام آباد ۔ 11 اکتوبر (اے پی پی) لاهور كښې د حضرت علی هجویری مزار ته غسل وركړې شو۔ د نجي ټي وي چېنل راپور ترمخه د حضرت علی هجویری، څوك چې د داتا ګنج بخش په نامه هم پېژندلې شي ٬ مزار ته د غسل وركولو خاص دستوره وشوه۔ دستوره كښې د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار ٬ د پنجاب اعلی وزير محمد شهباز شریف، د داتا دربار انتظامی کمېټۍ په شمول د ټولې نړۍ زائرينو لوئې شمېر ګډون وكړو۔ د حضرت علی هجویری مزار ته په عرق ګلاب عقیدت او احترام سره غسل وركړے شو۔ دا خبره دې ياده وي چې هر كال په 9 محرم دے مزار ته غسل وركولې شي۔ مزار ته د غسل وركولو دا روايت 974 كلونو څخه راروان دے۔ په دې مهال قرآن خواني او نعت خواني هم وكړې شوه۔