د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د مصر خارجه وزير سره ټېلېفوني خبرې٬ په سيمه ايزه وضعه د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد۔11جون(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د مصر خارجه وزير بدر عبد العاطي سره د زيارت په ورځ ټېلېفوني خبرې وكړې په كومو كښې چې په سيمه ايزه وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه او د پرله پسې خبرو او سفارتي تړون په اهميت زور راوړلے شو۔ د خارجه دفتر له مخې مصري خارجه وزير د پاكستان د ثالثۍ هڅې وستائېلې۔ دواړو لارښودو هيله څرګنده …

 

اسلام آباد۔11جون(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د مصر خارجه وزير بدر عبد العاطي سره د زيارت په ورځ ټېلېفوني خبرې وكړې په كومو كښې چې په سيمه ايزه وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه او د پرله پسې خبرو او سفارتي تړون په اهميت زور راوړلے شو۔ د خارجه دفتر له مخې مصري خارجه وزير د پاكستان د ثالثۍ هڅې وستائېلې۔ دواړو لارښودو هيله څرګنده كړه چې دا هڅې به ډېر زر د مفاهمت سبب وګرځي كومې به چې په منطقه كښې تلپاتي امن او استحكام په ځاے كولو كښې مرستياله ثابت شي۔ مصری خارجه وزير بدر عبدالعاطی نائب وزیراعظم    ته د روانې مياشتې په پايه كښې په مصر كښې كېدونكو د ريجنل فورم خارجه وزيرانو په غونډه كښې د ګډون كولو بلنه وركړه كومه چې هغه قبوله كړه۔ دواړو اړخونو يو بل سره رابطه كښې په پاتې كېدو اتفاق هم وكړو

مزید خبریں