صنعا۔11جون (اے پي پي)د یمن په سوئېلې ساحلي ښار عدن كښې د حکومت مرستياله پوځ په پوځي کیمپ كښې چاودنې څخه 12 اهلکار په حق ورسېدل او ګن ژوبل شول ۔ د شنهوا تر مخه يو امنيتي عهدیدار د نامې نه ښودولو په شرط وئېلي دي د زيارت په سهار د عدن په الممداراہ كښې د جائنټس بریګیډز تر سېوري لاندې پوځي کیمپ كښې چاودنه وشوه ،د چاودنې غږ …
د یمن په پوځي کیمپ كښې چاؤدنه ، 12 اهلكار په حق ورسېدل
صنعا۔11جون (اے پي پي)د یمن په سوئېلې ساحلي ښار عدن كښې د حکومت مرستياله پوځ په پوځي کیمپ كښې چاودنې څخه 12 اهلکار په حق ورسېدل او ګن ژوبل شول ۔ د شنهوا تر مخه يو امنيتي عهدیدار د نامې نه ښودولو په شرط وئېلي دي د زيارت په سهار د عدن په الممداراہ كښې د جائنټس بریګیډز تر سېوري لاندې پوځي کیمپ كښې چاودنه وشوه ،د چاودنې غږ د ښار په زياتره سيكمو كښې واورېدلې شو ۔ امنيتي عهددار ووئېل د ابتدائي معلومات تر مخه مطابق د چاودنې سبب د کیمپ د وسلې ګودام كښې شارټ سرکټ ؤ ۔ د شارټ سرکټ نه اور لمبه وكړه كومه چې د بارود تر زخيرې ورسېده ،د كومې په نتیجه كښې چې ګودام کښې دننه پرله پسې چاودنې وشوې ۔ د سترګو ليدونكو ووئېل د چاودنې نه پس د کیمپ نه د اور غرغنډې او لوګے ختلو او پرله یسې د چاودنو غږونه اورېدلے كېدل ۔د چارواكو د اړخه تر اوسه كوم بيان جاري نه كړے شو او د زيانونو مکمل تفصیلات هم نه دي رامخې ته شوي ۔










