بحیرہ عمان كښې د  امریکې ناکه بندۍ ماتولو په هڅه د هند آئل ټینکر  فضائي بريد كښې تباہ شو

  اسلام آباد۔11جون  (اے پي پي  ) په بحیرہ عمان كښې د  ناکه بندۍ ماتولو په هڅه د هند آئل  ټینکرد امریکې په  فضائي  بريد كښې تباہ  شو ۔تفصیلات  تر مخه د  امریکې خبرداري په  نظر انداز  کولو  د هند  آئل ټینکر د امریکې  پوځ په نخښه كړو ۔  د رائټرز مطابق د امریکائي ځواكونو هدایات په بيا بيا نظر انداز کولو د هندي جهاز په انجڼ روم د پریسجن …

 

اسلام آباد۔11جون  (اے پي پي  ) په بحیرہ عمان كښې د  ناکه بندۍ ماتولو په هڅه د هند آئل  ټینکرد امریکې په  فضائي  بريد كښې تباہ  شو ۔تفصیلات  تر مخه د  امریکې خبرداري په  نظر انداز  کولو  د هند  آئل ټینکر د امریکې  پوځ په نخښه كړو ۔  د رائټرز مطابق د امریکائي ځواكونو هدایات په بيا بيا نظر انداز کولو د هندي جهاز په انجڼ روم د پریسجن ګائیډډ وسلو څخه بريد وكړے شو ۔ د امریکې پوځ تر مخه  جهاز د امریکې د  ناکه بندۍ خلاف ورزي كولو سره  د  ایران نه د تیلو وړولو هڅه  كوله ۔  خلیج عمان كښې د بريد نه پس په هندي  آئل ټینکر كښې د اور لګېدو څخه  3 هندي وګړي بې دركه دي  ،   د  28 كسانو په  عمله كښې 24  هندي وګړي وو ۔ د رائټرز تر مخه  هند په  بحیرۂ عمان كښې په آئل ټینکر د بريد  ځواب لپاره د  امریکې مشن نائب مشر غوښتلے   او د هند په آئل ټینکر د امریکې  بريد خلاف  ورته په رسمي توګه خپل شدید احتجاج ریکارډ كړے شو ۔  د هند میډیا مطابق په آئل ټینکر د  امریکې فضائیه بريد كښې 2  هند وګړي وژلې شوي دي ۔ د پوهانو تر مخه  هند د امریکې نيغ په  نيغه بريد  باوجود د خپلې کمزورې خارجه پالیسۍ د لاسه   د كومې هم لويې کارروائۍ په پوزیشن كښې نه دے  ۔د امریکې سره  د تزویراتي اړيكو  ادعا كونكي هند له دا پیښه   ډېره لويه  جټكه ده۔