منېلا۔11جون (اے پی پی) د فلپائن جنوبی جزیرے منډاناؤ ساحل ته نزدې د 7.8 شدت زلزلې په نتيجه كښې لږ تر لږ 47 كسان مړه ، 31 بې دركه او 688 ژوبل شوي دي۔ د شنهوا له مخې د فلپائن قومی ډیزاسټر رسک رېډکشن اېنډ مېنجمنټ کونسل د زيارت په ورځ خپل رپورټ كښې وئيلي چې دا زلزله د ګل په ورځ د منډاناؤ جنوبی ساحلی سيمې ته نزدې راغله۔ …
په فلپائن كښې د 7.8 شدت زلزله ، د مړو شمېره 47 ته ورسېده
منېلا۔11جون (اے پی پی) د فلپائن جنوبی جزیرے منډاناؤ ساحل ته نزدې د 7.8 شدت زلزلې په نتيجه كښې لږ تر لږ 47 كسان مړه ، 31 بې دركه او 688 ژوبل شوي دي۔ د شنهوا له مخې د فلپائن قومی ډیزاسټر رسک رېډکشن اېنډ مېنجمنټ کونسل د زيارت په ورځ خپل رپورټ كښې وئيلي چې دا زلزله د ګل په ورځ د منډاناؤ جنوبی ساحلی سيمې ته نزدې راغله۔ د زلزلې په نتيتجه كښې يو شمېر ودانۍ ٬ سړكونهه او بنيادي اډانې زيانمنې شوې۔ حكومت په ځپليو سيمو كښې د بېړنۍ مرستې اقدامات پېل كړي دي۔ د نور زيان او ځاني صورتحال په اړه معلومات جمع كولې شي چې له امله يۍ د مړو او ژوبل شوو كسانو شمېره كښې د زياتوالي اندېښنه ښكاره كړې شوې ده۔









