موسمياتي بدلون بايد په سوشل ميډيا د وائرل موادو په څير مقبوليت ولري: عطاﺀ تارړ

  اسلام آباد۔11جون(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ ګرین جرنلزم د ماحولیاتی شعور بېدارولو مؤثره سرچينې ګرځولو سره وئيلي دي موسمياتي بدلون بايد په سوشل ميډيا د وائرل موادو په څير مقبوليت ولري ٬ پاكستان د كاربن په اخراج كښې د يو فيصد برخې لرلو باوجود د موسمياتي بدلونو د لاسه زياتو ځپلو شوو هېوادونو كښې شامل دے٬ اوس وخت راغلے دے چې موسمياتي …

 

اسلام آباد۔11جون(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ ګرین جرنلزم د ماحولیاتی شعور بېدارولو مؤثره سرچينې ګرځولو سره وئيلي دي موسمياتي بدلون بايد په سوشل ميډيا د وائرل موادو په څير مقبوليت ولري ٬ پاكستان د كاربن په اخراج كښې د يو فيصد برخې لرلو باوجود د موسمياتي بدلونو د لاسه زياتو ځپلو شوو هېوادونو كښې شامل دے٬ اوس وخت راغلے دے چې موسمياتي بدلونونو سره سره دې په ماحولياتي انصاف هم خبره وكړې شي۔ پاكستان په دې وروستيو كلونو كښې تباهي خپرونكو سېلابونو سره مخ پاتي شوے دے٬ زمونږ مذهب اسلام هم د ماحوليات په تحفظ زور راوړے دے او اونې نالول يۍ صدقه جاريه ګرځولې ده٬ د موسمياتي بدلون اغېزو څخه بچ كېدو له به هر وګړي له خپل كردار ترسره كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ دلته د او آئی سي ۔ کامسټېک او وفاقی اردو پوهنتون تر سېوري لاندې يو ورځني ”ګرین جرنلزم“ نړيوال كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع د كامسټېك کوآرډینېټر ډاکټر اقبال چوهدري ، د وفاقي اردو پوهنتون وائس چانسلر ډاكټر ضابطه خان شنواری، پروفېسر ډاكټر جاوېد خورشید، د فلسطین د كميونيكېشن نائب وزيره هدیٰ الواحدی او ګڼ شمېر زده كوونكي او مهم شخصيات موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل د دې كنفرنس د لارې نه يوازې دا چې موسمياتي بدلون سره د اړوند پوهاوي اهميت په ډاګه كړے شوے  بلكې د ګرين جرنلزم ودې او دې مهم سرخط سره اړوند شعور بېدارولو له عملي ګامونه هم پورته كړې شوي دي۔ ده ووئيل له پوهاوي پرته د موسمياتي بدلون په څير په سنګنيو چېلنجونو قابو موندل ممكن نه دي۔ وفاقي وزير ووئيل موسمیاتی بدلون نه يوازې زمونږ د دور لويه خطره ده بلكې دا ټول انسانيت لپاره سنګين چېلنج جوړ شوے دے۔ ده ووئيل  ډبلیو اېچ او د كال 2030 او 2050ء ترمينځه د موسمياتي بدلون د لاسه هر كال د 2 لکه 50 زره كسانو د مرګ  اندېښنه ښكاره كړې ده۔ عطاء الله تارړ ووئيل پاكستان په هغه هېوادونو كښې شمېرلے شي كوم چې د كاربن په اخراج كښې يو فيصد څخه هم  لږه برخه لري۔ اوس وخت راغلے دے چې د موسمياتيبدلون سره سره په ماحولياتي انصاف هم خبره وكړې شي۔ ده ووئيل پاکستان په دې وروستو كلونو كښې تباهي كوونكو سېلابونو سره مخ پاتے شو۔ ده ووئيل هر څو كاله پس د قيمتي ځانونو او روزګار زيان كيږي او اولس سختو ستونزو سره مخ كيږي۔ ده ووئيل موسمياتي بدلون لپاره د ملګرو ملتونو د فرېم ورك په کیوټو پروټوکول كښې د موجود آرټيكل6 له مخې په غړو هېوادونو لازم ده چې هغه نه يوازې پوهاوي ته وده وركړي بلكې موسمياتي بدلون د خپل نصاب برخه هم وګرځوي۔ ده ووئيل نزدې 14 سوه كاله وړاندې اسلام هم په ماحولياتي تحفظ او ذمه وارۍ خصوصي زور راوړے۔ ده ووئيل په اسلام كښې اونې نالول صدقه جاريه ده۔ ده ووئيل د ځنګولونو وهل ٬ د ګلېشیئرز ويلې كېدل ٬ د سمندر كچې زياتېدل ، سخته ګرمي او يخني او غېر معمولي موسمياتي حالات په بشري ژوند منفي اغېز پرېباسي چې ورسره بېل رنځونه زياتيږي۔ ده ووئيل د دريابونو په غاړه ژوند كوونكې زياتو خطرو سره مخ دي٬ له دې كبله دا زمونږ قومي ٬ اخلاقي او تر ټولو زياته مذهبي ذمه واري ده چې مونږ هر وګړے د موسمياتي بدلون تباهي خپرونكو اثراتو څخه خبر كړو او د دې مخنيوي له خپل كردار ترسره كړو۔ وفاقي وزير ووئيل د بده مرغه په سوشل ميډيا متنازعه مواد ته زياته پاملرنه كولې شي٬ په ټك ټاك او انسټاګرام لويو ګاډو او د ژوند نمائشي چلند ته وده ترلاسه كيږي۔ده ووئيل موسمياتي بدلون په حقيقت كښې په يو هېواد كښې د يو كلتوري بدلون غوښتنه كوي ، مونږ له به ټول چاپېريال او رويې بدلول وي او دا خبره به باوري كول وي چې موسمیاتی بدلون په سوشل مېډياټ ټرېنډنګ او مركزي موضوع جوړه شي۔ده ووئيل پاکستان براډ کاسټرز اېسوسی اېشن او نورې مېن سټريم الېكټرانك ادارې په دې لړ كښی مهم كردار ترسره كولې شي۔ ده په ټي وي چېنلز دې مهم سرخط لپاره د مخصوص وختونو ټاكلو په ضرورت زور راوړلو سره ووئيل دې اقدام سره به اولسي پوهه زيات شي۔ وفاقي وزير ووئيل سوشل میډیا پلېټ فارمز لكه ټک ټاک، اېکس، فېس بک، انسټاګرام او لنکډ اِن هم په دې لړ كښې مخصوص مواد او مهمات ته وده وركولې شي۔ ده د لوړو زده كړو كمېشن او پوهنتونونو په كردار زور راوړلو سره ووئيل موسمیاتی بدلون دې نه يوازې د پوهنتون په كچه بلكې ابتدائي تعليمي نصاب كښې هم شامل كړے شي۔وفاقی وزیر ووئيل ميډيا شخصيات او انفلوئنسرز دې هم په دې كمپائن كښې شامل كړے شي ولې چې اولس د دوئي خبره اوري او هغوي د معاشرتي رويو په تشكيلولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ هغه باور وركړو چې د اطلاعات وزارت به دې نېك مقصد لپاره هر ډول ممكن مرسته كوي او ګرين جرنلزم ته ودې وركولو له به پیغام رسانی په لا مؤثر ډول مخ په وړاندې بوتللې شي