د پي ایم ایل (ن)  او  د  پي پي پي لارښودو ملاقات ، ګلګت بلتستان كښې د حکومت سازۍ په وړاندېزونو  غور

  ګلګت۔ 11 جون (اے پي پي) د پاکستان مسلم لیګ (ن)د اعلیٰ كچې يو پلاوي د پاکستان پیپلز پارټي (پي پي پي) لارښودو سره  ملاقات وكړو چې پكښې ګلګت بلتستان كښې د راروان حکومت جوړولو په چارو تفصیلي غور وكړے شو  ۔د پاکستان مسلم لیګ (ن) پلاوي كښې د ګلګت بلتستان و كشمير چارو وفاقی وزیر انجینئرامیرمقام او  صدر مسلم لیګ (ن) ګلګت بلتستان حافظ حفیظ الرحمان شامل وو …

 

ګلګت۔ 11 جون (اے پي پي) د پاکستان مسلم لیګ (ن)د اعلیٰ كچې يو پلاوي د پاکستان پیپلز پارټي (پي پي پي) لارښودو سره  ملاقات وكړو چې پكښې ګلګت بلتستان كښې د راروان حکومت جوړولو په چارو تفصیلي غور وكړے شو  ۔د پاکستان مسلم لیګ (ن) پلاوي كښې د ګلګت بلتستان و كشمير چارو وفاقی وزیر انجینئرامیرمقام او  صدر مسلم لیګ (ن) ګلګت بلتستان حافظ حفیظ الرحمان شامل وو ،دغسې د  پاکستان پیپلز پارټي پلاوي كښې پخوانے وفاقي وزیر  قمر زمان کائرہ، د سنده سینئر وزیر شرجیل انعام میمن، پخوانے د سېنېټ چیئرمین نیئر حسین بخاري ، صدر پیپلز پارټي ګلګت بلتستان امجد حسین ایډووکیټ او د  سندھ د  بلدیات وزير سید ناصر حسین شاہ شریک وو ۔  ملاقات کښې  لارښودو  د ګلګت بلتستان په موجودہ سیاسي صورتحال او د  راروان  حکومت جوړولو په مختلف  اړخونو خبرې وكړې ۔ په دې موقع  بېلا بېلو وړاندېونو  باندې غور وشو او  د مشاورت عمل مخ په وړاندې بوتللو ته اتفاق راغلو ۔ پلاويو ووئېل د حکومت جوړولو د وړاندېزونو  جاج به اغستلې شي  او بيا به د خپل خپل ګوند او د ګلګت بلتستان قیادت په  اعتماد كښې اغستلې شي۔

مزید خبریں