د نړۍ يو طاقت هم مونږ د كشميريانو د آزادۍ د هڅو د ملاتړ څخه نشي منع كولې

اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم محمد نواز شريف د كشمير كاز د بشپړ ملاتړ د عزم پخلې كولو سره وئېلي دي چې د كشميريانو د آزادۍ جائزې هڅې ترهه ګرۍ سره تړل د هند افسوس ناكه غلطي ده٬د نړۍ يو طاقت هم مونږ د كشميريانو د آزادۍ د هڅو د ملاتړ څخه نشي منع كولې٬د اوسني حكومت ايجنډا د پرمختګ او خوشحالۍ ده٬ځينې خلك د پرمختګ عمل د پټلې نه كوزول غواړي٬د منفي سياست د لارې پاكستان مفلوج كونكي به د كال 2014م پشان يو ځل بيا هم سختې ناكامۍ سره مخ كېږي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د پاكستان مسلم ليګ(ن)د مركزي مجلس عامله غونډې د مشري كولو په مهال په خپله وېنا كښې وكړې۔وزيراعظم ووئيل چې د كشمير كاز لپاره پوخ عزم لرو٬پاكستان به د كشمير كاز ملاتړ روان ساتي٬وزيراعظم ووئيل چې برهان الدين واني كوم چې هندي ځواكونو شهيد كړې وو٬يو حريت پسند وو او څوك هم د ده نه دا فخر نه شي تښتولې۔ده ووئيل چې په 2013م كښې چې كله مونږ اقتدار ته راغلو نو يو شمېر چېلنجونه موجود وو٬مونږ په ډاډ سره په دې چېلنجونو قابو ترلاسه كوو۔د ترهه ګرۍ پېښې په ځانګرې توګه كمې شوي دي٬معيشت مستحكم كړې شوې٬وزيراعظم په هېواد كښې د توان د بحران ذكر كولو سره ووئيل چې مونږ د توان په چېلنجونو قابو موندلو لپاره شپه او ورځ كار كوو او د توان كمې لرې كولو لپاره هڅې كوو٬تر كال 2018م به د لس زره مېګاواټ نه زياته برېښنا په قامي ګرډ كښې شامله كړې شي او تر 2018م به لوډشېډنګ ختم كړې شي٬مونږ د بهاشا بند زمكې ترلاسه كولو لپاره 100 اربه روپۍ وركړې دي او اوس زمكه ترلاسه كړې شوې٬وزيراعظم ووئيل چې د كراچۍ عمليات د ټولو ډلو په مشوره پېل كړې شوي او مثبتې نتيجې يې راوځي۔ده ووئيل چې مونږ د تهر پرمختګ لپاره هم كار كوو او په دې سيمه كښې كان كني پېل شوې۔په تهر كښې په كوئله چلېدونكې بجلي ګهرې هم جوړولې شي داسې په تېرو 70 كلونو كښې نه دي شوي۔وزيراعظم ووئيل چې په نړيواله منډۍ كښې د زرعي مصنوعاتو د كمې له امله به مونږ د خپلو كروندګرو تلافي كوو۔په بلوچستان كښې به سولر ټيوب ويل لګولو لپاره سبسډي وركوو۔ده ووئيل چې د 46 اربه ډالرو په لګښت د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژې له مخې په هېواد كښې د بنيادي ودانۍ د پرمختګ پروژې روانې دي٬زياته ګټھ به يې بلوچستان ته ورسي۔ده ووئيل چې په هېواد كښې د زر اربه روپۍ په لګښت لويې لارې جوړولې شي٬مونږ د سماجي څانګې په پرمختګ هم كار كوو٬په راتلونكو 18 مياشتو كښې به نور يو شمېر روغتونونه جوړ كړې شي۔ده ووئيل چې زمونږ ايجنډا د پرمختګ او خوشحالۍ ده٬ځينې خلك د پرمختګ عمل د پټلے نه كوزول غواړي٬هغوي يوازې د احتجاج په سياست باور لري۔وزيراعظم ووئيل چې جمهوريت د احتجاج حق وركوي خو دا حدود او قيود لري٬ د منفي سياست د لارې پاكستان مفلوج كونكي به د كال 2014م پشان يو ځل بيا هم سختې ناكامۍ سره مخ كېږ