اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان او چين د چائنا پاکستان انفارميشن کوريډور (سي پي آئي سي) پرانسته وكړه چې مقصد ئې د ميډيا مرسته مضبوطول، د معلومات تبادلې ته وده وركول او د دوه اړخيزه مرستې د اولس په ژوند مرتب كېدونكې اثرات رامخې ته كول دي، د دې اقدام له مخې د دواړو هېوادونو د ميډيا ادارې، تھنک ټينکس، تعليمي ادارې، کاروباري څانګې او ځوانان په …
د پاکستان او چين ترمېنځه د ميډيا مرستې وده او د ګمراه کوونكو معلوماتو مخه نيوي لپاره د انفارميشن کوريډور پرانسته

مزید خبریں
اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان او چين د چائنا پاکستان انفارميشن کوريډور (سي پي آئي سي) پرانسته وكړه چې مقصد ئې د ميډيا مرسته مضبوطول، د معلومات تبادلې ته وده وركول او د دوه اړخيزه مرستې د اولس په ژوند مرتب كېدونكې اثرات رامخې ته كول دي، د دې اقدام له مخې د دواړو هېوادونو د ميډيا ادارې، تھنک ټينکس، تعليمي ادارې، کاروباري څانګې او ځوانان په يو پليټ فارم راجمع كول دي دغسې چې افهام و تفهيم ته ودې وركولو سره سره د پاکستان او چين د اوږدې مودې د شراکت دارۍ په اړه د معلوماتو تبادله وكړې شي٬ په پاکستان چائنا فرينډشپ سينټر كښې د پرانستې په دستوره كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ، سيکرټري اطلاعات اشفاق احمد خليل، په پاکستان كښې د چين سفير جيانګ زي ډونګ او د چين د خارجه وزارت وياند سره سره نور اعلٰې چارواكو او شخصياتو ګډون كولو ۔ په دې موقع دستورې ته خپلې وېنا كښې د اطلاعات سيکرټري اشفاق احمد خليل د وزارت لخوا د ګډون كوٶنكو هركلي كولو سره ووئيل پاکستان او چين سږ كال د سفارتي اړيكو 75مه سالګره لمانځي٬ ده ووئيل د تېرو څو لسيزو په مهال د دواړو هېوادونو اړيكې د سفارتي روابطو نه په زياتېدو د اقتصادي مرستې ، ټيکنالوجي، تعليم، كلتور او ميډيا پشمول تر بېلو څانګو پراخه شوي دي۔ ده ووئيل سي پي آئي سي به د خبر رسنې ادارو ، د خپرونو ادارو او فلمي تنظيمونو ترمېنځه د خبرونو تبادلې، د مواد شراکت داري او مشترکه پروډکشنز لپاره د وړاندې نه د شته لوظنامو په بنياد كار كوي










