اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د تاجکستان خارجه وزير سراج الدين مهرالدين ترمېنځه په ملاقات كښې دوه اړخيزه تجارت او د اقتصادي مرستې بشپړ امکانات څخه د استفادې کولو، سيمه ايز روابط مضبوطولو او د توان په څانګه كښې مرسته ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه آ دواړو مشرانو د لوړې كچې د پرله پسې …
د نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار او د تاجکستان خارجه وزير ملاقات، د دوه اړخيزه شراکت داري لا مستحكمولو لپاره د عزم پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د تاجکستان خارجه وزير سراج الدين مهرالدين ترمېنځه په ملاقات كښې دوه اړخيزه تجارت او د اقتصادي مرستې بشپړ امکانات څخه د استفادې کولو، سيمه ايز روابط مضبوطولو او د توان په څانګه كښې مرسته ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه آ دواړو مشرانو د لوړې كچې د پرله پسې روابطو د لارې دوه اړخيزه شراكتداري لا مستحكمولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې دواړو مشرانو ترمېنځه ملاقات په اسلام آباد كښې د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) خارجه وزيرانو د خارجه کونسل 30مې غونډې موقع وشو۔ په دې موقع د تاجکستان خارجه وزير سراج الدين مهر الدين د غونډې په كامياب كوربتوب د پاکستان مننې كولو سره د ښې مېلمستيا ستائنه وكړه۔ ملاقات كښې د دواړٶ هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه تجارت او اقتصادي مرستې بشپړه استعداد څخه د استفادې كولو په اهميت زور راوړو ٬ دې سره سره د سيمه ايزو روابطو په وده او د توان په څانګه كښې مرسته مخ په وړاندې بوتللو په خاص توګه د کاسا 1000 منصوبې زر فعاليت په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو مشرانو دوه اړخيزه شراکت داري لا ژورولو او مستحكمولو لپاره د لوړې كچې د پرله پسې تبادلو او روابطو په اهميت هم زور راٶړو۔









