د ايراني خارجه وزير عباس عراقچي فيلډ مارشل سيد عاصم منېر سره ملاقات ٬ په سيمه ييزه وضعه او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

پېنډۍ ۔17 نومبر(اے پی پی) د ايران خارجه وزير عباس عراقچي په مشرۍ كښې د اعلی كچې پلاوي چيف آف آرمي سټاف وچيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منېر سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې د شريكې خوښې په چارو ٬ په سيمه ييزه وضعه او بدلېدونكي جغرافيائي او سياسي پېشرفت د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د آئی اېس پی آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې …

پېنډۍ ۔17 نومبر(اے پی پی) د ايران خارجه وزير عباس عراقچي په مشرۍ كښې د اعلی كچې پلاوي چيف آف آرمي سټاف وچيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منېر سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې د شريكې خوښې په چارو ٬ په سيمه ييزه وضعه او بدلېدونكي جغرافيائي او سياسي پېشرفت د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د آئی اېس پی آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال دواړو اړخونو په مشتركه امنيتي چېلنجونو قابو موندلو له د همكارۍ موقعې په لټولو هم خبرې وكړې۔ په دې مهال فيلډ مارشل عاصم منېر په منطقه كښې تلپاتي امن او ثبات ته وده وركولو له د دواړو ورونړو هېوادونو ترمينځه د پرله پسې رابطو ٬ متقابل باور او نزدې هم آهنګۍ په اهميت زور راوړو۔ ايراني خارجه وزير په منطقه كښې امن او استحكام په ځاې كولو له د پاكستان د رغنده كردار ستائنه وكړه او دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو كښې يۍ د خپل هېواد خوښي ښكاره كړه۔

مزید خبریں