د نائب وزیراعظم اسحاق ډار سره د  ترکيې نائب خارجه وزير ملاقات، پاکستان او د ترکیې زړې دوستۍ  او د ورورولۍ اړېكو لا  مستحكمولو له د عزم پخلے

  اسلام آباد۔16نومبر  (اے پي پي)د نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار سره د  ترکیې نائب خارجه وزیر موسیٰ کولاکلیکایا ملاقات وكړو چې پكښې د پاکستان او  ترکیې د اړيكو جاج اغستو سره  د دوستۍ او د ورورولۍ زاړه روابط مضبوطوبو له  د عزم پخلے وشو ۔ د خارجه دفتر وياند  تر مخه دا ملاقات د ګل په ورځ  اسلام آباد كښې د  اقتصادي مرستې  تنظیم (ای …

 

اسلام آباد۔16نومبر  (اے پي پي)د نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار سره د  ترکیې نائب خارجه وزیر موسیٰ کولاکلیکایا ملاقات وكړو چې پكښې د پاکستان او  ترکیې د اړيكو جاج اغستو سره  د دوستۍ او د ورورولۍ زاړه روابط مضبوطوبو له  د عزم پخلے وشو ۔ د خارجه دفتر وياند  تر مخه دا ملاقات د ګل په ورځ  اسلام آباد كښې د  اقتصادي مرستې  تنظیم (ای سي او)د  خارجه وزيرانو کونسل د  30 م  غونډې په  موقع وشو ۔ملاقات کښې  دواړو ډلو   پخپلو اړيكو خبرې وكړې او د  پاکستان او ترکیې د زړې دوستۍ ، شريك باور او د  ورورولۍ  اړيكو لا  مستحکمولو  له يې د عزم پخلے وكړو ۔نائب وزیراعظم د  اي سي او د خارجه وزيرانو کونسل غونډه كښې  د ترکیې په فعاله ګدون د ترک حکومت مننه وكړه٬ دغسې ترک نائب خارجه وزیر د غونډې په تابيا او  په كړې غوره مېلمستيا  د پاكمستان ستائنه وكړه ۔

 

مزید خبریں