نائب وزيراعظم اسحاق ډار سره د كرغز نائب خارجه وزير كيرات ترسونكولوف ملاقات٬د تجارت او سيمه ايزو روابطو پشمول دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو ته اتفاق

  اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د كرغز جمهوريه نائب خارجه وزير كيرات ترسونكولوف د ګل په ورځ اسلام آباد كښې د اقتصادي مرستې تنظيم(اي سي او)خارجه وزيرانو كونسل 30 مه غونډې په موقع ملاقات وكړو چې پكښې د پاكستان او كرغزستان جمهوريه ترمينځه نزدې او د ورورولۍ اړيكو توثيق كولو سره دوه اړخيزه مرستې ته د لا ودې …

 

اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د كرغز جمهوريه نائب خارجه وزير كيرات ترسونكولوف د ګل په ورځ اسلام آباد كښې د اقتصادي مرستې تنظيم(اي سي او)خارجه وزيرانو كونسل 30 مه غونډې په موقع ملاقات وكړو چې پكښې د پاكستان او كرغزستان جمهوريه ترمينځه نزدې او د ورورولۍ اړيكو توثيق كولو سره دوه اړخيزه مرستې ته د لا ودې وركولو په چارو  د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د خارجه دفتر وياند له مخې په ملاقات كښې دواړو ډلو په خاص توګه تجارت او د سيمه ايزو روابط په څانګو كښې شريكې مرستې قوي كولو په اړه خبرې اترې وكړې۔په دې موقع د شريكو سيمه ايزو ترجيحاتو ودې لپاره د اقتصادي مرستې تنظيم(اي سي او)له مخې  د پرله پسې مرستې په اهميت هم زور راوړلےش و ۔د كرغز جمهوريه نائب خارجه وزير كيرات ترسونكولوف  د خپل خارجه وزير ژين بيك كولو بايف چيټۍ نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ته ورسوله چې پكښې دواړو هېوادونو كښې  د ملګرتيا اړيكو  د قوي بنيادونو او دوه اړخيزه روابط لا زياتولو د عزم پخلے وشو۔كيرات ترسونكولوف  د خارجه وزيرانو كونسل غونډې په لړ كښې په تود كوربتوب او ښه انتظامات د پاكستان مننه هم وكړه او نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار غونډه كښې په ګډون د كرغز جمهوريه نائب خارجه وزير مننه وكړه۔

 

مزید خبریں