كوئټه۔ 16 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي په قطبي ډېره بګتي كښې د ماډل سېكنډري سكول مير غلام قادر د جوړېدونكې منصوبې معائنه وكړه او په سيمه كښې يې د تعليمي آسانيو ښو كولو لپاره د روانو ګامونو جاج واغست۔ په دې موقع وګړو او لور پورو سره خبرو كښې وزيراعلې ووئېل صوبائي جكومت د وړومبي نه دا تګلاره لري چې د اولس خدمت …
د تعليمي ادارو بحالۍ او د تدريسي عمل تسلسل ته حكومت پام لرنه كوي٬ د بلوچستان وزيراعلې

مزید خبریں
كوئټه۔ 16 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي په قطبي ډېره بګتي كښې د ماډل سېكنډري سكول مير غلام قادر د جوړېدونكې منصوبې معائنه وكړه او په سيمه كښې يې د تعليمي آسانيو ښو كولو لپاره د روانو ګامونو جاج واغست۔ په دې موقع وګړو او لور پورو سره خبرو كښې وزيراعلې ووئېل صوبائي جكومت د وړومبي نه دا تګلاره لري چې د اولس خدمت وكړي ٬ مېرټ ته وده وركړي او پرمختيائي پروژو كښې معيار باوري كړي۔ مير سرفراز بګتي ووئېل په اوسني حكومت كښې سركاري چارواكي او بېورو كرېسي خپلې ذمه وارۍ تر سره كولو سره د بلوچستان په ترقۍ كښې مهم كردار ادا كوي۔ ده بلوجستان كښې امن و استحكام لپاره د قانون نافذ كوونكو ادارو خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل د تېرو 78 كالو نه د دې ادارو قربانۍ د نه هېرېدو دي ۔ پاك پوځ ٬ فرنټيئر كور ٬ بلوچستان پوليس او نورو د قانون نافذ كوونكو ادارو افسرانو او ځوانانو صوبه كښې امن ٬ د اولس تحفظ او د رياستي عملدارۍ په ځائے ساتلو لپاره ځانګرې قربانۍ وركړې دي









