د اي سي او وژن 2035 معارفي كړے شو ، د 5 ترجيحات اعلان،  پاکستان د اي سي او پليټ فارم څخه سيمه ايزې مرستې، تجارت او د روابطو  ودې له عزم لري۔ د نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار پرېس کنفرنس

  اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي پاکستان د 2026ء او 2027 لپاره د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) صدارت بنيادي مقصد سيمه ايزه مرستې ، تجارت او سرمايه کارۍ ته وده وركول او مېنځنۍ او سوئيلي اسياء ترمېنځه روابط قوي كول دي، پاکستان د تنظيم د چارټر، د خپلواكۍ مساوات، شريك احترام،  مداخلت نه كولو او …

 

اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي پاکستان د 2026ء او 2027 لپاره د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) صدارت بنيادي مقصد سيمه ايزه مرستې ، تجارت او سرمايه کارۍ ته وده وركول او مېنځنۍ او سوئيلي اسياء ترمېنځه روابط قوي كول دي، پاکستان د تنظيم د چارټر، د خپلواكۍ مساوات، شريك احترام،  مداخلت نه كولو او په شريكه ګټه اډانه د مرستې د اصولو عزم لري، د اي سي او وژن 2035 معارف كړے شوے او پاکستان به د خپلې مشرۍ په مهال پنځه مهمو ترجيحاتو ته پام لرنه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د اي سي او خارجه وزيرانو کونسل 30مې غونډې په اختتام سيکرټري جنرل ډاکټر اسد مجيد خان سره مشتركه پرېس كنفرسن ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع  د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ هم موجود ٶ۔ نائب وزيراعظم ووئيل پاكستان لپاره دا د  درناوي خَبره ده جې د 2026 او 2027 لپاره د تنظيم د مشرۍ ذمه وارۍ ترسره كوي، د نوي دوه كلنې مودې نظام له مخئ دا د مشرۍ وړومبې پړاٶ دے۔ ده ووئيل  د پاکستان د مشرۍ رهنما اصول د ټيم ورك د لارې د علاقائيت تصور ته ژوند وركول او مضبوطې و مستحکمې اقتصادي مرستې ته وده وركول دي، د اي سي او باني غړي په حېث پاکستان اي سي او پليټ فارم څخه سيمه ايزې مرستې، تجارت او د روابطو د ودې عزم لري۔ ده ووئيل  پاکستان د مشرۍ په وړومبي كال د غړو هېوادونو ترمېنځه سياسي روابط، ښې رابطه کارۍ او  وزارتي و تکنيکي فورمز كښې مرستې زياتولو لپاره ګامونه اغستي دي٬ په كال 2026 كښې په وزارتي كچه  شوي نهه مهم ملاقاتونه او د اقتصادي مرستې ستراتېژك هدفونه 2026  نه تر 2035ء منظوري د سيمه اېزې مرستې راتلونكې لسيزې لپاره مضبوط بنياد رامخې ته كوي۔ نائب وزيراعظم د خپل صدارت  پنځه مهم ترجيحات بيانولو سره ووئيل  وړومبے پام تر ماركيټس رسنه زياتول، سيمه ايز ويليو چينز مضبوطول ، سرمايه کارۍ ته وده وركول او په خاص توګه د اېس اېم ايز ادارو ډاډګيرنه كول دي، دوېمه پام لرنه د مېنځنۍ او سوئيلي آسياء او د پاكستان بحيره عرب بندرځايونو ترمېنځه رابطې ښه كول دي۔ ده ووئيل درېمه  پام لرنه د اي سي او تجارتي لوظنامې (اي سي او ټي اے) د خبرو اترو  تګلارې او په روډ ميپ عمل درآمد دے ٬ دغسې درېمه  د آفتونو د زيان مخنيوي له چمتوالے نيول، د آبي وسائلو انتظام، توان او د موسمياتي بدلون اثرات مخنيوي څانګو كښې سيمه ايزې مرسته ته وده وركول دي٬ د پنځمې پام لرنې ذكر كولو سره ده ووئيل چ تحقيق، جدت، فني تربيه، ځوانان اختيار منده جورول او کاروباري هلو ځلو ته د ودې وركولو د لارې به په انساني وسائلو سرمايه كاري كولې شي۔ اسحاق ډار ووئيل  په دې ترجيحات پيشرفت لپاره په منطقه كښې امن و استحکام ضروري دے، سيمه ايز روابط يوازې تر سړكونو او تجارتي لارو محدود نه بلكې نړيوال قانون، د لوظنامو احترام او د شخړو سوله ايز هواري سره هم تړلې دي ، پاکستان به د خبرو اترو او سفارت کارۍ د لارې په تاٶ تريخوالي كښې كمي او تل پاتې امن لپاره خپلې هڅې روانې ساتي۔ ده  په 2025 كښې د اي سي او د صدارت په مهال د ازبکستان د مشرۍ ستائنې كولو سره ووئيل  پاکستان په اسلام آباد كښې د خارجه وزيرانو د كونسل د 30مې غونډې كوربتوب كړے او ايران به په  3 او 4 دسمبر 2026  د تنظيم د مشرانو د 18مې غونډې كوربتوب كوي٬ پاكستان به په 2027 كښې د اي سي او د خارجه وزيرانو د کونسل  د 31مې غٶندې او د مشرانو د 19مې غونډې لپاره د غړو هېوادونو بيا هركلي ته سترګې په لار وي۔ په دې موقع ده د اي سي او خارجه وزيرانو كنوسل غونډې په مهال د ښه ميډيا کوريج  او د ښو انتظاماتو ستائنه هم وكړه

 

 

 

مزید خبریں