اسلام آباد۔27اکتوبر (اے پي پي) چين او د سوئيلي آسياء ترمېنځه د غربت خاتمې، جامع پرمختګ او د سيمه ايزې مرستې ته ودې لپاره "2026 چائنا ساؤتھ ايشيا فورم آن پاورټي ريډکشن اينډ ډويلپمنټ کوآپريشن" به په 30 اکتوبر اسلام آباد كښې كېږي٬ په فورم كښې به د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د خاص مېلمه په حېث او په پاكستان كښې د چين سفير جيانګ زي …
د غربت خاتمې او په پرمختيائي مرسته د چين، سوئيلي اسياء فورم په 30 اكتوبر كېږي

مزید خبریں
اسلام آباد۔27اکتوبر (اے پي پي) چين او د سوئيلي آسياء ترمېنځه د غربت خاتمې، جامع پرمختګ او د سيمه ايزې مرستې ته ودې لپاره “2026 چائنا ساؤتھ ايشيا فورم آن پاورټي ريډکشن اينډ ډويلپمنټ کوآپريشن” به په 30 اکتوبر اسلام آباد كښې كېږي٬ په فورم كښې به د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د خاص مېلمه په حېث او په پاكستان كښې د چين سفير جيانګ زي ډونګ د مېلمه په حېث ګډون كوي٬ د فورم سرخط “مشترکه خوشحالۍ لپاره د پرمختګ موقعې راپېدا كول” دے چې مقصد ېې په غربت كښې کمے، تل پاتې ترقي او سيمه ايزې شراکت دارۍ ته ودې وركولو لپاره ګټوره مکالمه او د تجربو د تبادلې موقعې رامخې ته كول دي۔ فورم به د جمعې په ورځ په 30 اکتوبر سهار په 9:30 بجې اسلام آباد كښې كېږي چې پكښې د پاليسي سازو، پرمختيائي شراکت دارو، تعليمي پوهانو، کاروباري مشرانو او د ميډيا استازو ګډون متوقع دے۔










