مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ د نړيوالي ورورولۍ لپاره د فکر لمحه ده۔حنيف عباسي

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د كشمير توري ورځ په موقع د کشميريانو سره د بشپړه يووالي څرګندوني سره ووئيل 27 اکتوبر د کشمير د تاريخ هغه توره ورځ ده كله چې د هند پوځ د خپل طاقت په زور د کشميريانو په خاوره ناجائز قبضه وكړه۔د ريلوے وزارت د اړخه جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل د لسيزو …

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د كشمير توري ورځ په موقع د کشميريانو سره د بشپړه يووالي څرګندوني سره ووئيل 27 اکتوبر د کشمير د تاريخ هغه توره ورځ ده كله چې د هند پوځ د خپل طاقت په زور د کشميريانو په خاوره ناجائز قبضه وكړه۔د ريلوے وزارت د اړخه جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل د لسيزو تيريدو باوجود د هند جبر د کشميريانو د آزادۍ جذبهٔ ختمه نه كړه، مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ د نړيوالي ورورولۍ لپاره د فکر لمحه ده،چرته چې نه د اولس ځان او مال محفوظ دے او نه بنيادي حقونه۔ ده زور راوړو چې د كشمير مسئله د زمكي شخړه نه بلکه د ګڼو کشميريانو د خپلواكۍ حق معامله ده، د كوم بنياد چې د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل قراردادونه وركوي۔

مزید خبریں