اسلام آباد 27 اكتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي په 27 اكتوبر 1947ء هند د غير قانوني اقدام د لارې په جموں و كشمير قبضه كړې،د 27 اكتوبر هندے اقدام د نړيوال قوانين او نړيوالو اصولو په ضد ؤ ،دا ورځ د تورې ورځ په توګه د لمانځلو مقصد نړۍ ته د كشمير مسئلې او كشميريانو د خپلواكۍ حق يادونه كول دي،پاكستان …
په 27 اكتوبر 1947ء هند په غير قانوني توګه په جموں و كشمير قبضه كړې۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار

مزید خبریں
اسلام آباد 27 اكتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي په 27 اكتوبر 1947ء هند د غير قانوني اقدام د لارې په جموں و كشمير قبضه كړې،د 27 اكتوبر هندے اقدام د نړيوال قوانين او نړيوالو اصولو په ضد ؤ ،دا ورځ د تورې ورځ په توګه د لمانځلو مقصد نړۍ ته د كشمير مسئلې او كشميريانو د خپلواكۍ حق يادونه كول دي،پاكستان به د كشميريانو د خپلواكۍ حق سياسي،سفارتې او اخلاقي مرسته روانه ساتي،د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونه د كشمير مسئلې حل لپاره مهم بنياد دے،كشميريانو له دې د هغوي د هيلو له مخې د قراردادونو په رڼا كښې د خپلواكۍ حق وركړے شي۔د نهي په ورځ په 27 اكتوبر د اسلام آباد ډي چوك كښې د كشمير تورې ورځ مركزي دستوري ته نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار د خاص ميلمه په حيث خطاب كښې ووئيل د كشميريانو ’’كشمير بنے ګا پاكستان‘‘ غږ به آزادي ضرور ترلاسه كوي،دا د هر پاكستاني د زړه غږ دے،د كشمير مسئله په نړيواله كچه رامخې ته كول د پاكستان سفارتي ذمه واري ده۔نائب وزيراعظم ووئيل وزيراعظم شهباز شريف او خارجه وزارت د كشمير مسئله په نړيواله كچه پرله پسې پورته كوي،د او آئي سي كشمير رابطه ګروپ د غونډو لړۍ بيا فعاله شوې۔ سسېنېټر اسحاق ډار ووئيل د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غونډې په موقع د او آئي سي رابطه ګروپ غونډه په نيويارك كښې شوې،د سعودي عرب، تركيه، عمان او نورو اسلامي هېوادونو خارجه وزيرانو په غونډه كښې ګډون د نړيوالي پام لرني عكاسي ده۔اسحاق ډار ووئيل خارجه وزارت د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل، د جنرل اسمبلۍ صدر او نړيوالو ادارو د كشمير مسئلې ته پام لرنه كوي،پاكستان به د كشميريانو سياسي، سفارتې او په نړيواله كچه مرسته روانه ساتي، ده ووئېل بايد كشميريانو ته د خپل سباؤن د پريكړي كولو حق ترلاسه شي۔سېنېټر اسحاق ډار ووئيل د كشميريانو دعاګاني او هلي ځلي به يوه ورځ ضروري كاميابيږي،قائداعظم محمد علي جناح كشمير د پاكستان شه رګ ګرځولے ؤ۔ خارجه وزير اسحاق ډار ووئيل د پاكستان 25 كروړه اولس د كشميريانو سره ولاړ دے،د كشمير مسئلې تر حل كيدو به پاكستان د كشميريانو مرسته دوامداره ساتي










