اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دې چين پاکستان انفارميشن کوريډور به د پاك چين دوستي تر نوي كول منتقل كولو، د دواړو هېوادونو ترمېنځه شريك باور او همكارۍ ته ودې وركولو، د ميډيا مرسته ،په حقائق اډانه د معلومات تبادلې ، تجارت و سرمايه کاري، مشترکه تحقيق او كلتوري روابطو ته پراختيا وركولو كښې مهم كردار ولوبوي، د …
د سي پيك وړومبي پړاٶ زمونږ زمكې پخپلو كښې يو بل سره پېوست كړې٬ به بل پړاٶ كښې به زمونږ ذهنونه يو بل ته نزدې كړي، چين پاکستان انفارميشن کوريډور به د سباٶن غږ وي۔ وفاقي وزير عطاء الله تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دې چين پاکستان انفارميشن کوريډور به د پاك چين دوستي تر نوي كول منتقل كولو، د دواړو هېوادونو ترمېنځه شريك باور او همكارۍ ته ودې وركولو، د ميډيا مرسته ،په حقائق اډانه د معلومات تبادلې ، تجارت و سرمايه کاري، مشترکه تحقيق او كلتوري روابطو ته پراختيا وركولو كښې مهم كردار ولوبوي، د سي پيك وړومبي پړاٶ زمونږ زمكې د يو بل سره پېوست كړې٬ په بل پړاٶ كښې به زمونږ ذهنونه د يو بل سره وتړي، چين پاکستان انفارميشن کوريډور به د سباٶن غږ وي، صدر شي جن پنګ مونږ ته د شريك سباٶن وژن راكړے، وزيراعظم شهباز شريف پاکستان له دې ته رسنې لپاره ذريعې وركړې، د ځوانانو په لاسونو كښې ليپ ټاپ يو پاسپورټ دے او سمارټ فون يو ماركيټ دے، په ډيجيټل دور كښې رابطه د طاقت او بيانيه خپلواكي ده، چين پاکستان انفارميشن کوريډور په څلورو بنيادي ستنو ميډيا، تجارت و کاروباري ادارو ، تھنک ټينکس او په كلتوري سېلګري و ځوانانو مشتمل دے٬ پاکستان او چين به د مشتركه سباون جوړولو ، ډيجيټل معيشت ته ودې وركولو او دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو لپاره په ګډه مخ په وړاندې ځي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په پاك چائنا فرينډ شپ سينټر كښې د چين پاکستان انفارميشن کوريډور پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په دې موقع د چين خارجه وزارت وياند ماٶ ننګ، پاکستان كښې د چين سفير جيانګ ژائي ډونګ، د اطلاعات او خپرونو وفاقي سيکرټري پشمول نور مهم شخصيات هم موجود وو۔ ده ووئيل د وزارت ذمه واري چې ما د كله نه په غاړه اخستي، ميډيا، د معلومات تبادله او په ډيجيټل پليټ فارمز د پاک چين اړيكو ته وده وركول زمونږ ډېر خواهش دے٬ د پاك چين پولو سره سره دريابونه، كلتورونه او روايات هم مشترك دي او دا زمونږ د دوستۍ علامات او د مشتركه داستانونو امين دي۔ ده ووئيل د پاك چين دوستۍ داستانونه د دره خنجراب نه تر ګوادر، د کراچۍ او د تر ګرد هېواد خپاره شوې دي، زمونږ پلرونو نيكونو د دې دوستۍ داستانونه خپلو نسلونو ته منتقل كړې دي ٬ ده ووئېل زما مور ماته وئيلي چې كله زه طالبعلمه ووم نو زه په ھغه زده كوٶنكو كښې شامله ووم چا چې د اسلام آباد په سړكونو د چين بېرغ په لاسو د چو آين لائي هركلے كړے ٶ۔ ده ووئېل زما نيكه څوك چې په 1998 كښې د پاکستان صدر ٶ، تا دا درناوے ترلاسه دے چې هغه د ٶخت وزيراعظم ژو رونګ جي هركلے كړے ؤ كله چې ھغوي د پاكستان په سركاري دوره راغلي وو۔ ده ووئيل د يو شمېر هېوادونو ترمېنځه تزويراتي اړيكې موجود وي او د ډېرو هېوادونو يو بل سره ښې اړيكې وي خو د پاکستاني په حېث مونږ په دې ډېر وياړ لرو چې لفظ “باتيے” د پاکستان چين دوستۍ تعريف كوي چې مطلب ئې آهني دوستي۔ پاك چين آئرن فرېنډ شپ دے او دا ځانګړې اصطلاح يوازې د دواړو هېوادونو لپاره مخصوص ده۔ ده ووئيل صدر شي جن پنګ په 2015 كښې د پاکستان دورې كولو سره دا دوستي نوې لوړې كچې ته رسولې او د سي پېك مهمه منصوبه ئې وړاندې كړې۔ ده ووېيل د چين پاکستان اقتصادي راهداري د بيلټ اينډ روډ انيشي ايټو تر ټولو مهمه منصوبه ده كومې چې د لسيزو خيرسګالي په عملي پرمختګ، توان او بنيادي ډھانچه بدله كړې ده۔ وفاقي وزير ووئيل صدر شي جن پنګ د نواز شريف په بلنه سي پېك پېل كړے ٶ نن د سي پېك ټو له مخئ وزيراعظم شهباز شريف د صدر شي جن پنګ د ترقۍ، روزګار، جدت، ماحول دوسته ترقۍ او پراخه راهدارو د نوي پړاٶ خاكه وړاندې كړې ده۔ ده ووئيل د سي پيك وړومبے پړاٶ زمونږ زمكې د يو بل سره پېوست كړې ٬ په بل پړاٶ كښې به زمونږ ذهنونه يو بل سره پېوست كړي ، چين پاکستان انفارميشن کوريډور به د سباٶن غږ وي۔۔ وفاقي وزير ووئيل چين پاکستان انفارميشن کوريډور په څلورو بنيادي ستنو ميډيا، تجارت و کاروباري ادارو ، تھنک ټينکس او كلتوري، سېلګري و په ځوانانو مشتمل دے خپل كار پېل كړے دے٬ وړومبۍ ستن ميډيا ده، د پاکستان او چين په 18 ميډيا ادارو مشتمل نيوز ايکسچينج ورکنګ ګروپ جوړ كړے شوے چې پكښې د سرکاري خپرونو ادارې او د نجي چينلز نه تر شنهوا، سي اېم جي او د پيپلز ډيلي پشمول ادارې شاملې دي ۔ وفاقي وزير عطاء الله تارړ ووئيل چين پاکستان انفارميشن کوريډور دوېمه ستن کاروبار او تجارتي ادارې دي، د پاکستان او چين نوموړې تجارتي ګروپس دې څخه استفادې سره په کراچۍ كښې خپل وړومبے سيمه ايز دفتر پرانستے دے كوم چې تجارت، سرمايه کاري او نيغ په نېغه د غير ملکي سرمايه کاري ريکارډ ساتلو لپاره يو تجارتي پورټل جوړوي۔ ده ووئيل د چين پاکستان انفارميشن کوريډور د درېمې ستن تھنک ټينکس ذکر كولو سره ده ووئيل تھنک ټينکس بيانيه جوړولو كښې هم كردار لوبوي۔ د چين پاکستان انفارميشن کوريډور د څلورمې ستن ذكر كولو سره وفاقي وزير ووېيل دا ستن د كلتور، سېلګرۍ او په ځوانانو مشتمله ده كومه چې د دې راهدارۍ زړه دے۔ عطاء الله تارړ ووئيل صدر شي جن پنګ د نړۍ په وړاندې يو پراخه اخلاقي وژن وړاندې كړے دے يعنې د انسانيت د مشترکه سباون وړ ورورولۍ تصور ” انسانيت په ګډه ترقي كوي يا په ګډه زوال پذير كېږي”۔ يو قام د بل په ناامنۍ كښې تل ېاتې تحفظ نشي ترلاسه كولې، نه يو قام د بل په غربت كښې تل پاتې خوشحالي ترلاسه كولې شي۔ زمونږ تقديرونه يو بل سره تړلي دي٬ زمونږ سباون هم په ګډه جوړول پكار دي۔ عطاء الله تارړ ووئيل د پاکستان 68 فيصده نه زياته آبادي د 30 كالو عمر نه په كم عمره آبادۍ مشتمله ده ٬ د ځواونانو په لاسونو كښې ليپ ټاپ يو پاسپورټ دے او سمارټ فون يو ماركيټ دے، په ډيجيټل دور كښې رابطه د طاقت او بيانيه خپلواكي ده۔ ده په دې موقع ووئيل پاك چين دوستي د ھغه حقيقت ژوندۍ ګواهي ده چې د انسانيت مشترکه سباون يو داسې تقدير دے كوم چې مونږ په ګډه جوړوٶ۔










