پاکستان د چين په مشرۍ كښې د مصنوعي ځېركتيا په اړه د ڼريوال تنظيم غړے جوړ شو۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د نهې په ورځ سېنېټ خبر كړو چې پاکستان د چين په مشرۍ كښې د مصنوعي ځېركتيا مرستې په اړه  نړيوال تنظيم (ورلډ اے آئي کوآپريشن آرګنائزيشن۔ WACO) كښې شامل شوے دے، چې مقصد ئې د مصنوعي ځېركتيا په څانګه كښې  سپېځلېتيا، پراختيا او نړيوالې مرستې ته وده وركول دي۔ په سېنېټ كښې د …

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د نهې په ورځ سېنېټ خبر كړو چې پاکستان د چين په مشرۍ كښې د مصنوعي ځېركتيا مرستې په اړه  نړيوال تنظيم (ورلډ اے آئي کوآپريشن آرګنائزيشن۔ WACO) كښې شامل شوے دے، چې مقصد ئې د مصنوعي ځېركتيا په څانګه كښې  سپېځلېتيا، پراختيا او نړيوالې مرستې ته وده وركول دي۔ په سېنېټ كښې د خبرو په مهال ده ووئيل په تنظيم كښې نزدې 50 غړي شامل شوي او پاكستان هم د دې په تاسيسي دستاويز لاسليك كړے دے. ده ووئيل د تنظيم صدر دفتر به د چين په شنګھائي ښار كښې جوړېږي او د دې د وړٶمبۍ كونسل غونډه به  د دسمبر په مينځ كښې كېږي۔ په دې موقع د پوښتنو دمې په مهال د يوې پوښتنې په ځواب ډاکټر طارق فضل چوهدري ووئيل حکومت د قامي مصنوعي ذهانت په پاليسۍ عمل درآمد لپاره نيشنل اے آئي ايډوانسمنټ انيشي ايټو او وزارتِ انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن د لارې اقدامات كوي٬ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د مصنوعي زېركتيا په څانګه كښې تربيه او د كار استعدا زياتولو پروګرام روان دے او د سكالرشپس پحقله نور تفصيلات به اړوند سينيټر ته وركولې شي

مزید خبریں