اسلام آباد 27 اكتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي د كشمير مسئلې منصفانه هوارے سوئيلي اسياﺀ كښې تل پاتي امن لپاره ضروري دے،نړيواله ورورولي دې مقبوضه جموں و كشمير كښې د بشري حقونو صورتحال خبر واخلي او د ملګرو ملتونو په قراردادونو عمل درآمد باوري كولو لپاره دې مؤثر كردار ترسره كړي۔ د كشمير تورې ورځ په موقع په خپل پيغام كښې ده …
د كشمير مسئلې منصفانه هوارے سوئيلي اسياﺀ كښې تل پاتي امن له ضروري دے ۔ د سېنېټ چيئرمېن

مزید خبریں
اسلام آباد 27 اكتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي د كشمير مسئلې منصفانه هوارے سوئيلي اسياﺀ كښې تل پاتي امن لپاره ضروري دے،نړيواله ورورولي دې مقبوضه جموں و كشمير كښې د بشري حقونو صورتحال خبر واخلي او د ملګرو ملتونو په قراردادونو عمل درآمد باوري كولو لپاره دې مؤثر كردار ترسره كړي۔ د كشمير تورې ورځ په موقع په خپل پيغام كښې ده ووئيل 27 اكتوبر د كشميريانو د تاريخ توره ورځ ده،په دې ورځ هندي اقداماتو د كشميريانو په ژوند ژور اثرات مرتب كړي۔ ده ووئيل د كشميريانو قربانۍ به هيرولې نشي او نه د هغوي هلي ځلي نظرانداز كيدې شي۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل بايد كشميريانو ته د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق ترلاسه شي دغسې چې دوي د خپل سباؤن پريكړه وكړي۔نړيواله ورورولي دې د كشميريانو د بنيادي حقونو تحفظ او د مسئلې منصفانه حل لپاره خپلي ذمه وارۍ تر سره كړي۔ده ووئيل پاكستان د هند اقدامات مسترد كوي او د كشميريانو سياسي، اخلاقي او سفارتي مرسته به دوامداره ساتلې شي۔ دغس ېپاكستان به د كشمير مسئلې تر منصفانه حل د كشميريانو سره ولاړ وي










