اسلام آباد 27 اكتوبر (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د هند غير قانوني تسلط لاندې جموں و كشمير كښې د هند غاصبانه قبضې سختې غندنې كولو سره وئيلي دي نزدې د 8 لسيزو تيريدو باوجود كشميريان د خپلواكۍ حق څخه محروم دي۔ كشميريان د خپلواكۍ حق څخه محروم ساتل د نړيوال ضمير او د انصاف د ادعاګانو نه پرله پسې پوښتنه ده ۔د بلاول …
كشميريان د خپلواكۍ حق څخه محروم ساتل د نړيوالي ورورولۍ د ضمير او انصاف د ادعاګانو نه پرله پسې پوښتنه ده ۔بلاول بھټو زرداري

مزید خبریں
اسلام آباد 27 اكتوبر (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د هند غير قانوني تسلط لاندې جموں و كشمير كښې د هند غاصبانه قبضې سختې غندنې كولو سره وئيلي دي نزدې د 8 لسيزو تيريدو باوجود كشميريان د خپلواكۍ حق څخه محروم دي۔ كشميريان د خپلواكۍ حق څخه محروم ساتل د نړيوال ضمير او د انصاف د ادعاګانو نه پرله پسې پوښتنه ده ۔د بلاول هاپس ميډيا سيل د اړخه د كشمير تورې ورځې په موقع جاري شوي پيغام كښې ده ووئيل د هند غير قانوني تسلط كښې جموں و كشمير يواځې يوه سيمه نه ده،د ګڼو انسانانو د آزادۍ او شناخت مسئله ده۔ د كشميريانو عزتِ نفس او د خپل سباؤن د پريكړي كولو بنيادي حق دې اومنلے شي۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل د كشمير توره ورځ، د كشميريانو د آزادۍ او د خپلواكۍ حق مرستې لپاره د لوظ د پخلي ورځ ده۔قائدِ عوام شهيد ذوالفقار علي بھټو او شهيدي بينظير بھټو د كشمير مسئله عمر له رامخې ته كړې ۔شهيد ذوالفقار علي بھټو او شهيدي بينظير بھټو د كشمير په مسئله د پاكستان اصولي مؤقف په هر فورم وړاندې كړے دے










