اسلام آباد 27اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف وئيلي دي د سوېلي اسیا تلپاتې امن او ثبات په مستقیم ډول د کشمیر د مسئلې له عادلانه او سوله ییز حل سره تړلی دی۔ هغه دا خبره د كشمير تورې ورځې په موقع خپل پېغام كښې وكړه كومه چې په 27 اكتوبر د نهې په ورځ لمانځلې شي۔ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم …
د سوئېلي اسیا تلپاتې امن او ثبات په مستقیم ډول د کشمیر د مسئلې له عادلانه او سوله ییز حل سره تړلی دی: د وزيراعظم شهباز شريف د كشمير تورې ورځې په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد 27اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف وئيلي دي د سوېلي اسیا تلپاتې امن او ثبات په مستقیم ډول د کشمیر د مسئلې له عادلانه او سوله ییز حل سره تړلی دی۔ هغه دا خبره د كشمير تورې ورځې په موقع خپل پېغام كښې وكړه كومه چې په 27 اكتوبر د نهې په ورځ لمانځلې شي۔ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم شهباز شریف ووئيل چې دا ننۍ ورځ د شكمير د تاريخ د يو دړدېدلې باب د پېل كېدو يادګيرنه كوي كله چې 79 كاله آګاهو هندي ځواكونو په سرينګر كښې داخل شول۔ د دې اثرات تر نن ورځې په منطقه ليدلې شي او تر دې دمه كشميرې اولس د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل اړوندو قراردادونو كښې تسليم شوې د خپلواكۍ حق څخه محروم ساتلې شوي دي۔ وزیراعظم ووئيل هند كشميرې اولس له خپلې جائزې سياسي څرګندونې څخه د منع كولو او د هغوي د هيلو ترجماني كونكي غږونو د خاموشه كولو ناوړه هڅې روانې ساتلې دي۔ ده ووئيل په 5 اګست 2019 هند په مقبوضه جمو وكشمير كښې د يو اړخيزه اقداماتو لړۍ كړه كوم چې تر دې دمه روانه ده۔ وزیراعظم ووئيل د جمو وكشمير په اړه د پاكستان دريځ ښكاره ٬ مستقل او اصولي دې۔ ده ووئيل په دې موقع زه هغه بې شمېره كشميري وګړو او كوچنيانو ته بیرزوئنې وړانېد كوم كومو چې د خپلو حقونو ترلاسه كولو له سترې قربانۍ وركړې ۔ ده ووئيل پاكستان به د كشميري اولس اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي۔










