اسلام آباد۔ 27 کتوبر(اے پی پی) نائب وزير اعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د مقبوضه جمو وكشمير د سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ نه كمزورې كېدونكي عزم پخلي كولو سره وئيلي دي چې د كشمير مسلې حل لپاره ګټورې او پرله پسې نړيوالې هڅې اړينې دي۔ ده دا خبره د كشمير تورې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وكړه كومه چې په 27 اكتوبر د نهې …
د كشمير مسئلې حل لپاره ګټورې او پرله پسې نړيوالې هڅې اړينې دي: د نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار د كشمير تورې ورځې په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 27 کتوبر(اے پی پی) نائب وزير اعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د مقبوضه جمو وكشمير د سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ نه كمزورې كېدونكي عزم پخلي كولو سره وئيلي دي چې د كشمير مسلې حل لپاره ګټورې او پرله پسې نړيوالې هڅې اړينې دي۔ ده دا خبره د كشمير تورې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وكړه كومه چې په 27 اكتوبر د نهې په ورځ لمانځلې شي۔ نائب وزیراعظم د 27 اكتوبر كال 1947 پېښې يادولو سره ووئيل په دې ورځ هندي پوځونه په سرينګر كښې داخل شول او نزدې 8 لسيزو تېرېدو باوجود د كشمير اولس د يوې حل طلب شخړې د لاسه ستونزو سره مخ دي او هغوي د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قرارداداونو كښې تسليم شوي د خپلواكۍ حق څخه محروم ساتلې شي۔ اسحاق ډار د دې پخوانۍ شخړې عادلانه او تلپاتي حل لپاره د نړيوالې ورورولۍ او په خاص توګه د ملګرو ملتونو په كردار زور راوړو۔ اسحاق ډار ووئيل په 5 اګست 2019ﺀ د هند يو اړخيزه اقداماتو څخه وروستو په مقبوضه جمو وكشمير كښې د بشري حقونو صورتحال ته نړۍ زيات پام ګرځولې دې۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو او د بشري حقونو تنظيمونو په شمول نړيوالې ورورولۍ په مقبوضه كشمير كښې وګړو سره روان سلوك او د مجموعي بشري حقونو صورتحال سره اړندوو اندېښنو ته دستاويز شكل وركړې دې۔ دا اندېښنې دا خبره په ګوته كوي چې په دې معامله عملي رابطه كاري ضروري ده۔ نائب وزیراعظم وزيراعظم ووئيل د ستونزو باوجود كشميرې اولس خپل عزم څخه نه وروستو كيږي۔ ده وويل مونږ په دې مهمه ورځ نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوو چې هغه د مقبوضه جمو وكشمير اولس ستونزو ازالې لپاره او د دوئي د حقونو احترام باوري كولو له خپل جائز كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل د كشمير شخړې تلپاتي حل له ګټور او پرله پسې نړيوالې هڅې اړينې دي۔ نائب وزيراعظم د دې عزم پخلې وكړو چې پاكستان به د شكمير اولس سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي او په هر فورم به د كشمير مسئلې عادلانه حل لپاره غږ پورته كوي










