کھټمنډو۔9اکتوبر (اے پي پي) د نيپال مينځنۍ سيمه پوکھرا كښې د سکول بس د پیښې ښکار شو د كومې په نتيحه كښې چې د 4 زده كوونكو پشمول 5 كسان مړه او 14 ژوبل شول۔ د شنهوا تر مخه د ضلع کاسکي پوليس دفتر وياند بيرندر پاسوان ووئېل دا پیښه د جمعې په سهار هغه وخت رامخې ته شوه چې كله بس بے قابو شو او د سترې لارې نه …
نيپال ،د سکول بس بیښه كښې د 4 طلبه بشمول 5 كسان مړه ، 14 ژوبل

مزید خبریں
کھټمنډو۔9اکتوبر (اے پي پي) د نيپال مينځنۍ سيمه پوکھرا كښې د سکول بس د پیښې ښکار شو د كومې په نتيحه كښې چې د 4 زده كوونكو پشمول 5 كسان مړه او 14 ژوبل شول۔ د شنهوا تر مخه د ضلع کاسکي پوليس دفتر وياند بيرندر پاسوان ووئېل دا پیښه د جمعې په سهار هغه وخت رامخې ته شوه چې كله بس بے قابو شو او د سترې لارې نه ښګته پرېوتو ، بس كښی ټول 19 كسان ناست وو ، چې پكښې زياتره د سکول مشاومان وو ۔ پیښه كښې 5 كسان هسپتال كښې مړه وګرځولے شول چې پكښې د يو طالب علم پلار هم شامل دے او د 14 ژوبل شوو درملنه روانه ده چې پكښې د دوو حالت اندېښناك دے ۔ بس كښې د يو مقامي شخصي سکول طلبه، د بس عمله او د يو طالب علم پلار ناست وو ۔ د پوليس وياند تر مخه د پیښې سبب معلومولو لپاره پلټنې روانې دي









