اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د رومن کيتھولك چرچ او ويټيکن سټي د مرکزي انتظاميه هولي سي رياستونو او نړيوال تنظيماتو لپاره ريلېشن سيکرټري آرچ بشپ پال رچرډ ګالاګر په خارجه وزارت كښې ليدلي، په ملاقات كښې د پاکستان او هولي سي اړيكې لا قوي كولو او د مذهبونو ترمېنځه په شريك احترام، افهام و تفهيم او د …
نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار سره د هولي سي عهدېدار پال رچرډ ګالاګرکي وليدل، د ګډ سوله ايز سباٶن ودې له د عزم پخلې

مزید خبریں
اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د رومن کيتھولك چرچ او ويټيکن سټي د مرکزي انتظاميه هولي سي رياستونو او نړيوال تنظيماتو لپاره ريلېشن سيکرټري آرچ بشپ پال رچرډ ګالاګر په خارجه وزارت كښې ليدلي، په ملاقات كښې د پاکستان او هولي سي اړيكې لا قوي كولو او د مذهبونو ترمېنځه په شريك احترام، افهام و تفهيم او د ګډ سوله ايز سباٶن ودې له د عزم پخلې شوې۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير د آرچ بشپ هركلے وكړو او امن، بېن المذاهب همغږۍ او د مكالمے په وده كښې د هولي سي د كردار ئې ستائنه وكړه۔ ده د پاکستان کيتھولک كميونټۍ په خاص توګه تعليم او د صحت په څانګو كښې د قدر وړ خدماتو ستائنه هم وكړه٬ آرچ بشپ ګالاګر ثالثۍ، مکالمے او د سفارت کارۍ د لارې د سيمه ايز امن و استحکام وده كښې د پاکستان د ګټور كردار ستائنه وكړه۔ نائب وزير اعظم و خارجه وزير پوپ ليو چهاردهم لخوا امن او د فلسطين شخړې منصفانه حل لپاره د اصولي مطالباتو ستاېنه وكړه او فلسطينيانو سره د پاکستان د غېر متزلزل يووالي څرګندونه ئې وكړه٬ دواړو مشرانو په جاري بشري بحران د تشويش څرګندونه كوول سره په منطقه كښې امن ته وده وركولو لپاره د پرله پسې نړيوالو هڅو په اهميت زور راړو۔ دواړٶ ډلو د پاکستان او هولي سي اړيكې لا قوي كولو او د مذهبونو ترمېنځه په شريك احترام، افهام و تفهيم او د ګډ سوله ايز سباٶن ودې له د عزم پخلې وكړو۔ آرچ بشپ د پاکستان او هولي سي ترمېنځه د سفارتي اړيكو د 75مې سالګره په دستورو كښې ګډون لپاره د پاكستان په دوره دے










