صدر مملکت په شمالي وزیرستان كښې د فتنة الخوارجو د 7 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په شمالي وزیرستان كښې د فتنة الخوارجو د 7 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د جمعې په ورځ د ایوان صدر میډیا وِنګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت د ترهګرو د ژالو په ويجاړولو او په لويه كچه د وسلې په برآمد كولو د امنيتي ځواكونو د موثره كارروائۍ ستائنه …

اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په شمالي وزیرستان كښې د فتنة الخوارجو د 7 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د جمعې په ورځ د ایوان صدر میډیا وِنګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت د ترهګرو د ژالو په ويجاړولو او په لويه كچه د وسلې په برآمد كولو د امنيتي ځواكونو د موثره كارروائۍ ستائنه وكړه۔ صدر مملکت آصف علي زرداري ووئيل چې د ترهګرو غېر ملكي سرپرست او د ځائي سهولت كارو سازشونه به په هر قېمت ناكامه كولې شي۔ ده ووېيل چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام خپلو امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے

مزید خبریں