د خيبر په جمرود سيمه كښې  په پوليس د ډزو پیښې ، دوه اهلکار شهيدان، يو مړے تر لاسه شو

پیښور۔ 09 اکتوبر (اے پي پي) خيبر ضلعې په  جمرود  سيمه كښې   په پوليس  د ډزو دوه جلا جلا پیښې رامخې ته شوې  چې پكښې  د خيبر پوليس حاضر سروس اهلکار کامران شهيد شو او د پیښور پوليس  څخه لرونكے بهادر شاه نومې اهلکار هم نامعلومه كسانو ووژلو  ، پوليس د دواړو پیښو پلټنې پېل كړې دي ۔ د خيبر پوليس وياند تر مخه  د  جمرود تهاڼې په  حدود جلا …

پیښور۔ 09 اکتوبر (اے پي پي) خيبر ضلعې په  جمرود  سيمه كښې   په پوليس  د ډزو دوه جلا جلا پیښې رامخې ته شوې  چې پكښې  د خيبر پوليس حاضر سروس اهلکار کامران شهيد شو او د پیښور پوليس  څخه لرونكے بهادر شاه نومې اهلکار هم نامعلومه كسانو ووژلو  ، پوليس د دواړو پیښو پلټنې پېل كړې دي ۔ د خيبر پوليس وياند تر مخه  د  جمرود تهاڼې په  حدود جلا دين کلي ، د شاه کس په قدم اټھاري  سيمه كښې نن سهار  نامعلومه كسانو  ډزې وګرې ، د كومو په  نتيجه كښې چې د خيبر پوليس حاضر سروس اهلکار کامران د پلار نوم قادر خان شهيد شو ۔ د پیښې نه پس د اهلکار جسد  جمرود هسپتال ته منتقل کړؤ شو ۔ د پوليس چارواكو تر مخه  د پیښې په اړه نور معلومات څايو ځائے كولې شي  او د بريد كوونكو  او د ډزو سبب معلومولو لپاره  پلټنې روانې دي  ۔ د ډزو بله پیښه د جمرود  په سيمه غنډي سخي پل كښې رامخې ته شوه چرته چې د پیښور   پوليس اهلکار بهادر شاه د پلار نوم  محمد اکبر  قتل شور مړے تر لاسه شو   ۔ د پوليس  تر مخه  بهادر شاه تېره شپه نامعلومه كسانو په ډزو وژلے دے ، د خيبر پوليس مړے هسپتال ته په منتقل کولو  د پوسټ مارټم کارروائي پېل كړې ده  ۔د چارواكو تر مخه د پیښې لا پلټنې روانې دي  او په وژنه كښې د ككړو  په اړه معلومات تر لاسه كړے كېږي

مزید خبریں