پنډۍ۔9اکتوبر (اے پي پي)د اطلاعات و خپرونو لپاره وفاقي پارلماني سېكرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئېلي دي خيبرپښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ زياتېدونكو پیښو او د پوليس اهلکارو د شهادتونو باوجود د صوبائي حکومت ترجيحات د اولس تحفظ په ځائے سياسي هلې ځلې ښكاري۔ د ترهه ګرۍ خلاف جنګ كښې د امنيتي ځواكونو او د پوليس اهلکارو قربانۍ به بې تلو له ورنه كړې شي ۔ تېره ورځ پنډۍ پريس کلب …
خيبرپښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ پیښو زياتدېو باوجود صوبائي حکومت پام لرنه د اولس تحفظ په ځائے سياسي هلو ځلو ته ښكاري ،دانيال چوهدري
پنډۍ۔9اکتوبر (اے پي پي)د اطلاعات و خپرونو لپاره وفاقي پارلماني سېكرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئېلي دي خيبرپښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ زياتېدونكو پیښو او د پوليس اهلکارو د شهادتونو باوجود د صوبائي حکومت ترجيحات د اولس تحفظ په ځائے سياسي هلې ځلې ښكاري۔ د ترهه ګرۍ خلاف جنګ كښې د امنيتي ځواكونو او د پوليس اهلکارو قربانۍ به بې تلو له ورنه كړې شي ۔ تېره ورځ پنډۍ پريس کلب كښې خبريالانو سره خبرو كښې بيرسټر دانيال چوهدري ووئېل د خيبرپښتونخوا صورت حال د ټولو په وړاندې دے ، چرته چې د ترهه ګرۍ په پیښو كښې امنيتي اهلکار په نخښه كولې شي او وزيراعليٰ صوبه كښې د امن و امان صورت حال ښه كولو په ځائے لانګ مارچ او سياسي هلو ځلو كښې بوخت دے










