اسلام آباد۔9اکتوبر (اے پي پي) د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي سيد خالد مقبول صديقي سره په وفاقي وزارتِ كښې پاکستان كښې د ايتھوپيا سفير ډاکټر عمر حسين اوبا ملاقات وكړو ۔ ملاقات کښې د زده كړو ، لوړو زده كړو ، فني و پيشه وره زده كړو او د تربيي، STEAM تعليم، تحقيق او د تعليمي ادارو تر مينځه د مرستې د ودې په چارو خبرې وشوې ۔ …
د تعليم وفاقي وزير سره پاکستان كښې د ايتھوپيا سفير ملاقات، په تعليمي څانګه كښې د مرستې په وده د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد۔9اکتوبر (اے پي پي) د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي سيد خالد مقبول صديقي سره په وفاقي وزارتِ كښې پاکستان كښې د ايتھوپيا سفير ډاکټر عمر حسين اوبا ملاقات وكړو ۔ ملاقات کښې د زده كړو ، لوړو زده كړو ، فني و پيشه وره زده كړو او د تربيي، STEAM تعليم، تحقيق او د تعليمي ادارو تر مينځه د مرستې د ودې په چارو خبرې وشوې ۔ وفاقي وزير د ايتھوپيا سفير هر كلي كولو سره ووئېل پاکستان د ايتھوپيا سره خپلو او دوستانه اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او په خاص توګه د تعليم په څانګه كښې د دوه اړخيزه مرستې لا پراختيا له خوښي لري ۔ ده ووئېل پاکستان او ايتھوپيا په 1973ء كښې خپلې سفارتي اړېكې جوړې كړې وې او په كال 2022ء كښې اسلام آباد كښې د ايتھوپيا سفارتخانې جوړېدل د دواړو هېوادونو تر مينځه د روابط لا مستحکمولو پلو مهم پيش رفت ؤ










