نيپال ،د سکول بس  بیښه كښې د  4 طلبه بشمول  5 كسان مړه ، 14 ژوبل

کھټمنډو۔9اکتوبر  (اے پي پي) د نيپال مينځنۍ سيمه  پوکھرا كښې د  سکول بس د پیښې ښکار شو د كومې په نتيحه كښې چې  د  4  زده كوونكو پشمول 5 كسان مړه  او   14   ژوبل شول۔  د شنهوا  تر مخه   د ضلع کاسکي پوليس دفتر وياند بيرندر پاسوان ووئېل  دا پیښه د جمعې په سهار  هغه وخت رامخې ته شوه  چې كله بس   بے قابو شو او د سترې لارې نه …

کھټمنډو۔9اکتوبر  (اے پي پي) د نيپال مينځنۍ سيمه  پوکھرا كښې د  سکول بس د پیښې ښکار شو د كومې په نتيحه كښې چې  د  4  زده كوونكو پشمول 5 كسان مړه  او   14   ژوبل شول۔  د شنهوا  تر مخه   د ضلع کاسکي پوليس دفتر وياند بيرندر پاسوان ووئېل  دا پیښه د جمعې په سهار  هغه وخت رامخې ته شوه  چې كله بس   بے قابو شو او د سترې لارې نه ښګته پرېوتو  ، بس كښی ټول  19 كسان ناست وو  ، چې پكښې زياتره  د  سکول مشاومان وو ۔ پیښه كښې 5 كسان  هسپتال كښې مړه وګرځولے شول  چې پكښې   د يو طالب علم پلار هم شامل دے  او د  14  ژوبل شوو درملنه روانه ده  چې  پكښې د دوو حالت  اندېښناك دے ۔ بس كښې د يو مقامي شخصي سکول طلبه،  د بس عمله او  د يو  طالب علم  پلار ناست وو  ۔ د پوليس وياند تر مخه د پیښې سبب  معلومولو لپاره پلټنې روانې دي

مزید خبریں