وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب په ضد د حوثي مليشيا د ترهګرۍ بريدونو وغندل

اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب په ضد د حوثي مليشياء د ترهګرۍ بريدونو غندنه كولو سره د سعودي قيادت او اولس سره د غېر متزلزل يووالي څرګندونه كړې۔ د جمعې په ورځ خپل اېكس بيان كښې وزيراعظم ووئيل زه په سعودي عرب د حوثي مليشياء د ترهګرۍ د بيا بيا بريدونو په سختو ټكو غندنه كوم چې پكښې د رياض کنګ …

اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب په ضد د حوثي مليشياء د ترهګرۍ بريدونو غندنه كولو سره د سعودي قيادت او اولس سره د غېر متزلزل يووالي څرګندونه كړې۔ د جمعې په ورځ خپل اېكس بيان كښې وزيراعظم ووئيل زه په سعودي عرب د حوثي مليشياء د ترهګرۍ د بيا بيا بريدونو په سختو ټكو غندنه كوم چې پكښې د رياض کنګ خالد انټرنيشنل ايئرپورټ او ابها انټرنيشنل ايئرپورټ په نښه كول هم شامل دي٬ په دې بريدونو كښې ځاني زيان سره سره يو شمېر كسانو ژوبل شوې هم دي۔ وزيراعظم د سعودي پوځ او د اتحادي ځواكونو د مستعدۍ او وظيفائي صلاحيتونو ستائنه كولو سره ووئيل چې دوي يو شمېر بيلسټك ميزائلز په لاره كښې تباه كړي٬ ده د بې ګناه وګړو د ځانونو تحفظ او د هېواد سلامتيا باوري كولو لپاره د دوي مسلسل هلو ځلو ته هم پېرزوئنې وراندې كړې۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان د سعودي عرب قيادت او اولس سره غېر متزلزل يووالي سره ولاړ دے٬ د مکه مشترکه دفاعي تړون او د دې ستراتېژك او د سياسي و دفاعي کميټۍ لخوا په دې وروستۍ كښې د پرېكړو له مخې د سعودي عرب خپلواكۍ، سيمه ايز سالميت او سلامتي لپاره د پاکستان عزم غېر متزلزل دے، مونږ د سعودي عرب د خپل اولس دفاع او د خپلو ښاريو او اهمو تنصيباتو د تحفظ د جائز حق هم بشپړه ملاتړ كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل چې حوثي مليشياء له دا بريدونه په سمدستي توګه بندول پكار دي٬ مونږ د دې خطرو په مقابله كښې د سعودي عرب سره اوږه په اوږه ولاړ يو

مزید خبریں