کراکس۔3جولائي (اے پي پي)د وینزویلا لنډ مهاله صدر ډیلسي روډریګیز وئېلي دي د اوسنو خوفناکو زلزلو څخه د هېواد تر ټولو زيات ځپلي شوي ايالت لا ګویرا تول چارواكي مړه شوي دي۔ هغه کاراکاس كښې نامه نګارو ته ووئېل د پرله پسې راغلو دوو سختو زلزلو څخه د لا ګویرا كښې د ګڼو ایجنسیو مشران او نزدې ټول سرکاري عهدیدار مړه شوي دي ۔ هغه د زلزلې زيانونو په اړه …
وینزویلا كښې د اوسنو زلزلو څڅه د لا ګویرا ايالت ټول سرکاري عهدیدار مړه شوي، لنډ مهاله صدر
کراکس۔3جولائي (اے پي پي)د وینزویلا لنډ مهاله صدر ډیلسي روډریګیز وئېلي دي د اوسنو خوفناکو زلزلو څخه د هېواد تر ټولو زيات ځپلي شوي ايالت لا ګویرا تول چارواكي مړه شوي دي۔ هغه کاراکاس كښې نامه نګارو ته ووئېل د پرله پسې راغلو دوو سختو زلزلو څخه د لا ګویرا كښې د ګڼو ایجنسیو مشران او نزدې ټول سرکاري عهدیدار مړه شوي دي ۔ هغه د زلزلې زيانونو په اړه لا ووئېل د زلزلې څخه 855 نه زياتو ودانيو ته زيان رسېدلے چې پكښې 127 ودانۍ ناستې دي ۔ هغه ووئېل په 24 جون د نزدې 40 سیکنډ دمې نه پس راغلو 7.2 او د 7.5 شدت زلزلو نه بس د 800 نه زیات آفټر شاکس ریکارډ كړے شول ۔ د تازہ اطلاعات تر مخه د زلزلو څخه د مرګونو شمېره 2,295 ته رسېدلې ده











