ساؤ پاؤلو 02 جولائی (اے پي پي) د افغان طالبان رجیم جابرانه پالیسيو او د اروپاﺀ دورې په ضد برازیل كښې لويه احتجاجی مظاهرہ وشوه ، د افغان طالبانو رجیم جابرانه پالیسيو او برسلز دورې په ضد ټوله نړۍ كښې احتجاجي سلسله برقرار ده ۔ د افغان جریدے هشت صبح له مخې د بشري حقونو تنظیم 'وائس آف ویمن' برازیل په ساؤ پاؤلو ښار كښې د طالبان رجیم ظالمانه پالیسيو …
د افغان طالبان رجیم جابرانه پالیسيو او د اروپا دورې په ضد برازیل كښې لويه احتجاجي مظاهرہ
ساؤ پاؤلو 02 جولائی (اے پي پي) د افغان طالبان رجیم جابرانه پالیسيو او د اروپاﺀ دورې په ضد برازیل كښې لويه احتجاجی مظاهرہ وشوه ، د افغان طالبانو رجیم جابرانه پالیسيو او برسلز دورې په ضد ټوله نړۍ كښې احتجاجي سلسله برقرار ده ۔ د افغان جریدے هشت صبح له مخې د بشري حقونو تنظیم ‘وائس آف ویمن’ برازیل په ساؤ پاؤلو ښار كښې د طالبان رجیم ظالمانه پالیسيو او برسلز دورې په ضد احتجاجی مظاهرہ کړي۔ مظاهره كښې د افغان كډوالو پشمول ځائې او نړيوال د بشري حقونو تنظیمونو نمائندګانو په ګڼ شمير ګډون وكړو۔ مظاهرچيانو په لاسونو كښې پلے کارډز اغستې وو په كومو كښې چې د افغان ميرمنو آزادۍ، تعلیم او روزګار غوښتنه شوې وه او د افغان طالبانو په ضد پرې نعرې درج وې۔د پرتګال ژبه كښې په بینرو او سائن بورډز ‘طالبان مه تسليموئ ‘ او ‘ د افغان ميرمنو ملګرتيا وكړئ ‘ نعرې ليك وې











