اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسبملۍ سپيکر سردار اياز صادق وئيلي دي يو صحت مند قام د پرمختللې او مستحكم رياست بنياد وي۔ د ګل په ورځ د صحت نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل د روغتيا نړيواله ورځ مونږه ته دا خبره په ګوته كوي چې اولس ته معياري، په وخت او يو برابر طبي سهولتونه وركول د رياست بنيادي ذمه واري …
يو صحت مند قام د پرمختللې او مستحكم رياست بنياد وي۔ سردار اياز صادق

مزید خبریں
اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسبملۍ سپيکر سردار اياز صادق وئيلي دي يو صحت مند قام د پرمختللې او مستحكم رياست بنياد وي۔ د ګل په ورځ د صحت نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل د روغتيا نړيواله ورځ مونږه ته دا خبره په ګوته كوي چې اولس ته معياري، په وخت او يو برابر طبي سهولتونه وركول د رياست بنيادي ذمه واري ده۔ سردار اياز صادق ووئيل پاكستان ته د صحت په څانګه كښې يو شمېر چېلنجز رامخې ته دي چې پكښې تر طبي سهولتونو محدود رسنه٬ د وسائلو كمے او په تندۍ سره زياتېدونكې آبادي شامله ده۔ ده ووئيل د دې چيلنجز په مؤثره ډول مخنيوي لپاره كوټلې تګلاره ، تل پاتې پاليسۍ او عملي اقدامات ضروري دي دغسې چې هر وګړي ته د صحت بنيادي سهولتونه د كوم فرق نه غېر وركړے شي۔ ده ووئيل حكومت او اړوندې ادارې د روغتيا په څانګه كښې بهترۍ لپاره اقدامات كوي خو په دې لړ كښې لا موثره او كوټلو هلو ځلو ته اړتيا ده په خاص توګه لرې پرتو سيمو كښې د صحت سهولتونه باوري كول دي۔ ده په دې خبره زور راورړو چې احتياطي تدبيرونه، صحت مند ژوند او د خبرتيا موثره كمپائنز د لارې د رنځونو مخ نيوي ته وده وركولې كېدې شي۔ سپيکر سردار اياز صادق ووئيل د صحت نړيوالې ورځ په موقع مونږ له د دې عزم تجديد پكار دے چې مونږ به د صحت مندې تولنې لپاره خپلې اجتماعي ذمه وارۍ ترسره كوٶ او د هېواد د روغتيا نظام به لا مضبوط او موثره كولو كښې خپل كردار لوبوٶ۔











