د بلوچستان پوهنتون  د ايډوانسډ سټډيز اېنډ رېسرچ بورډ 198 م غونډه

  كوئټه۔ 25 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان پوهنتون د ايډوانسډ سټډېز اېنډ رېسرچ  بورډ  198 م غونډه د وائس چانسلر  پروفېسر ډاكټر ظهور احمد  احمدزئۍ  په مشرۍ كښې  په سنډيكېټ هال كښې وشوه۔  غونډه كښې د ايم فل او پي ايچ ډي پروګرامونو په اړه په مختلف تدريسي ٬ تحقيقي او انتظامي چارو تفصيلي غور وشو ۔  د غونډې په مهال   د كامياب اسكالرز د 3 پي ايچ …

 

كوئټه۔ 25 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان پوهنتون د ايډوانسډ سټډېز اېنډ رېسرچ  بورډ  198 م غونډه د وائس چانسلر  پروفېسر ډاكټر ظهور احمد  احمدزئۍ  په مشرۍ كښې  په سنډيكېټ هال كښې وشوه۔  غونډه كښې د ايم فل او پي ايچ ډي پروګرامونو په اړه په مختلف تدريسي ٬ تحقيقي او انتظامي چارو تفصيلي غور وشو ۔  د غونډې په مهال   د كامياب اسكالرز د 3 پي ايچ ډي او 30 ايم فل ډګريانو  منظوري وركړې شوه۔   غونډه كښې پرو وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر غلام  رزاق شاهواني ٬   چيئرمېن جي ايس او ډاكټر قېصر اقبال ٬ كنټرولر آف اېګزامېنېشن ډاكټر محمد شريف حسني  او د بېلا بېلو فېكلټۍ مشرانو او د څانګو مشرانو ګډون وكړو۔ وائس چانسلر غونډې ته خطاب كولو كښې ووئېل  د اعلې معيار تحقيق او معياري پوسټ كړېجوېټ تعليم  ته د بلوچستان بوهنتون اول پام لرنه كوي۔ ده  په استاذانو او محقيقن زور راوړو   چې هغوي د معياري تحقيق د لارې علمي  ترقۍ او د ټولنې مسائل حل كولو كښې خپل موثر كردار تر سره كړي۔

مزید خبریں