اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي)د پاكستان او بنګله ديش ترمينځه د علمي او تعليمي مرستې ودې لپاره د پاكستان-بنګله ديش علمي راهدارۍ دوهم پړاؤ له مخې 42 بنګه ديشي زده كوونكي پاكستان ته رارسېدلې دي چرته به چې دوي د پاكستان پوهنتونونو كښې ګريجويټ٬ماسټرز او پي ايچ ډي پروګرامز كښې تعليم ترلاسه كوي۔بنګله ديشي زده كوونكي د ډهاكه په هوائي ميدان د پاكستان هائي كمشنر عمران حيدر …
د پاك بنګله ديش علمي او تعليمي راهدارۍ دوهم پړاؤ له مخې 42 بنګله ديشي پاكستان ته رارسېدلي
اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي)د پاكستان او بنګله ديش ترمينځه د علمي او تعليمي مرستې ودې لپاره د پاكستان-بنګله ديش علمي راهدارۍ دوهم پړاؤ له مخې 42 بنګه ديشي زده كوونكي پاكستان ته رارسېدلې دي چرته به چې دوي د پاكستان پوهنتونونو كښې ګريجويټ٬ماسټرز او پي ايچ ډي پروګرامز كښې تعليم ترلاسه كوي۔بنګله ديشي زده كوونكي د ډهاكه په هوائي ميدان د پاكستان هائي كمشنر عمران حيدر رارخصت كړل او اسلام آباد ته په رارسېدو د لوړو زده كړو كميشن او بيلو پاكستانو پوهنتونونو استاذانو د دوي تود هركلے وكړو۔ د پاكستان-بنګله ديش علمي راهدارۍ وړومبې پړاؤ له مخې تېر كال 74 بنګله ديشي زده كوونكي پاكستان ته راغلې وو او سږ كال دوهم پړاؤ له مخې 150 بنګله ديشي زده كوونكي وظيفې لپاره ټاملې شوي دي۔پاكستان-بنګله ديش علمي راهدارۍ د دواړو هېوادونو ترمينځه تعليمي مرستې٬شريك روابط او په اولسي كچه د اړيكو ودې د عزم عكاس دي ۔ د لوړو زده كړو كميشن بنګله ديشي زده كوونكو لپاره د نيكو هيلو خرګندونې كولو سره ووئېل دوي به په پاكستان كښې خپل تعليمي سفر په كاميابۍ سره بشپړ كړي او دلته به د استوګنې په مهال په زړه پورې او يادګاري تجربې ترلاسه كړې۔












