روم 25 ستمبر (اے پي پي) د وفاقي وزير رانا تنوير حسين سباؤن كښې د وبائي رنځونو مخ نيوي لپاره د رنځونو څارنه او"ون هېلتھ"نظام كښې په نړيواله كچه د نورې سرمايه كارۍ په حاجت زور راوړې۔روم ايف اے او هيډكوارټرز كښې"ايف اے او او پينډيمك فنډ:قوي حيواني صحت نظام او راتلونكو وباؤ مخ نيويل پاره تل پاتې حل"په موضوع اعلٰی كچ غونډې ته خطاب كولو په مهال وفاقي …
د وفاقي وزير رانا تنوير حسين سباؤن كښې د وبائي رنځونو مخ نيوي لپاره د رنځونو څارنه او”ون هېلتھ”نظام كښې په نړيواله كچه د نورې سرمايه كارۍ په حاجت زور

مزید خبریں
روم 25 ستمبر (اے پي پي) د وفاقي وزير رانا تنوير حسين سباؤن كښې د وبائي رنځونو مخ نيوي لپاره د رنځونو څارنه او”ون هېلتھ”نظام كښې په نړيواله كچه د نورې سرمايه كارۍ په حاجت زور راوړې۔روم ايف اے او هيډكوارټرز كښې”ايف اے او او پينډيمك فنډ:قوي حيواني صحت نظام او راتلونكو وباؤ مخ نيويل پاره تل پاتې حل”په موضوع اعلٰی كچ غونډې ته خطاب كولو په مهال وفاقي وزير ووئيل چې د وباؤ مخ نيوي لپاره په بنيادي كچه اقدامات ضروري دي۔د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت لخوا د جمعې په ورځ جاري شوې اعلاميې له مخې رانا تنوير حسين د بشري٬حيواني او ماحولياتي عوامل شريك تعلق پېدا كېدونكو خطرو مخ نيوي او په داسې نظام قوي كولو زور راوړې چې كومې خطرې بحران رامخې ته كېدو څخه وړاندې په وخت شناخت او قابو كولو صلاحيت لري۔ده ووئيل چې پاكستان په لويه پېمانه موجوده څاروو٬انسانانو او ځناورو ترمينځه نزدې روابط٬آبادۍ تګ راتګ او بيا بيا راتلونكو موسمياتي بدلونونو له امله “ون هيلتھ”په اړه مهم چېلنجونو سره مخ دے۔ده ووئيل چې حيواني صحت تحفظ نه يوازې اولسي صحت بلكې غذائي تحفظ او كلي والې آبادۍ معاشي ګټو تحفظ لپاره هم ضرورې دې۔وفاقي وزير د پينډيمك فنډ له مخې په پاكستان كښې شوې پېشرفت رامخې ته كولو سره وئېلي دي چې پاكستان ته تقريبا 18.7 ملين ډالر وركړي دي او 4.1 ملين ډالر شريك مالي معاونت او 49.7 ملين ډالر شريك سرمايه كاري هم متحرك كړې ده۔د دې پروګرام قيادت د قومي روغتيا وزارت٬خذمات٬ضوابط او رابطه كاري كوي او د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت او د موسمياتي بدلون وزارت سره نزدې رابطې لري۔د حيواني صحت په څانګه كښې د پېشرفت ذكر كولو سره وفاقي وزير ووئيل چې ويټرنري ليبارټري نيټ ورك قوي كولو تقريبا په څلورو كښې درې برخه كار بشپړ شوې دې۔د صوبائي ويټرنري ليبارټرو جائزه اخستلې ده٬اپ ګريډيشن پروژې حتمي شكل اختيار كړی دې او د نمونو ترلاسه كولو او منتقلۍ لپاره رهنما اصول جاري كړې دي۔ده د حيواني صحت نظام قوي كولو او “ون هيلتھ”تصور مخ په وړاندې تللو كښې ايف اے او تكنيكي مهارت او فيلډ كښې موجودګي ستائېلو سره د رنځونو مخ نيوي٬تيارۍ او موثر ردعمل لپاره نړيوالې مرستې او تل پاتې مالي معاونت روان ساتلو هم زور راوړی۔










