اسلام آباد ۔ 25 ستمبر (اے پي پي) د اسټېټ بېنك ګورنر جميل احمد د جمعې په ورځ د پاسبان ريمي ټينس ريوارډ اسكيم پرانسته وكړه ۔ د ماركيټ په بنياد د انعامونو وركولو دا سكيم د بېنكارۍ صنعت استازي پلېټ فارم پاكستان بېنك اېسوسي ايشن تر سېوري لاندې پېل كړے شوے دے ۔ د سكيم تر مخه خپل تر سيلات د بېنك د لارې پاكستان ته رالېږونكو ته …
د اسټېټ بېنك ګورنر د خود انحصارۍ تر مخه د ريمي ټينس ريوارډ اسكيم پرانسته ٬ هر كال د 16 اربه روپو انعامونو وركولو اعلان
اسلام آباد ۔ 25 ستمبر (اے پي پي) د اسټېټ بېنك ګورنر جميل احمد د جمعې په ورځ د پاسبان ريمي ټينس ريوارډ اسكيم پرانسته وكړه ۔ د ماركيټ په بنياد د انعامونو وركولو دا سكيم د بېنكارۍ صنعت استازي پلېټ فارم پاكستان بېنك اېسوسي ايشن تر سېوري لاندې پېل كړے شوے دے ۔ د سكيم تر مخه خپل تر سيلات د بېنك د لارې پاكستان ته رالېږونكو ته به د خدمات په اعتراف كښې هر كال په محموعي توګه16 اربه روپۍ نغد انعامونه وركولې شي ۔ د سكيم ټول خرڅونه به د بېنكارۍ صنعت پورته كوي او په قامي خزانه به د دې كوم فشار نه راځي۔د استېټ بېنك په مشرۍ كښې د تشكيل كړي سكيم مقصد بهر هېوادونو كښې مېشته وګرو ته د دې خبره ترغيب وركول دي چې هغوي ترسيلات خپلو ګرانو ته پاكستان ته د رالېږلو په وخت رسمي لاره استعمال كړي٬ دستوره ته خطاب كښې د اسټېټ بېنك ګورنر جميل احمد ووئېل اسټېټ بېنك او تېر حكومت د څو مياشتو څخه پي بي اے سره په ګده د دې سكيم په جوړولو كار كولو ٬ دا سكيم د خود اخصارۍ تر مخه د ماركيټ په بنياد به كار كوي دغسې چې سمندر پورې پاكستانيانو ته خپل تر سيلات په رسمي توګه وطن ته رالېږلو كښې آسانۍ وركړے شي او د ترسيلات رالېږلو له د قانوني او رسمي لارې خپلولو ترغيب وركړے شي ۔









