اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئېلي دي تحريك انصاف د كالعدم تحريك طالبان پاكستان "بي"ډله او د تحريك طالبان افغانستان"سي"ډله ده٬پي ټي آئي اوس د پرلت وهلو څخه هم تخښتېدلے٬كه همت لرئ نو راشئ او دهرنا وركړئ ٬د ترهه ګرو سهولت كاري كول د پي ټي آئي د پالېسۍ برخه ده٬د خېبرپښتونخوا په ټولو سياسي ګوندونو ترهه ګرو بريدونه …
تحريك انصاف د كالعدم ټي ټي پي “بي ډله”او د ټي ټي اے “سي”ډله ده٬پي ټي آئي اوس د پرلت څخه هم تخښتېدلے ٬كه همت لرئ نو راشئ او دهرنا وركړۍ۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ
اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئېلي دي تحريك انصاف د كالعدم تحريك طالبان پاكستان “بي”ډله او د تحريك طالبان افغانستان”سي”ډله ده٬پي ټي آئي اوس د پرلت وهلو څخه هم تخښتېدلے٬كه همت لرئ نو راشئ او دهرنا وركړئ ٬د ترهه ګرو سهولت كاري كول د پي ټي آئي د پالېسۍ برخه ده٬د خېبرپښتونخوا په ټولو سياسي ګوندونو ترهه ګرو بريدونه كړي خو پي ټي آئي د ترهه ګرو مرستياله پاتې شوې۔د جمعې په ورځ دلته خبرو كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل خېبرپښتونخوا كښې د امن او امان صورتحال څخه صوبائي حكومت نه يوازې لاعلمه دے بلكې د امن او امان ښه والي لپاره موثر اقدامات څخه هم ډډه كوي۔ده پوښتنه رامخې ته كړه چې داسې كومه وجه ده چې يو صوبائي حكومت كوم ته چې خپله صوبه كښې بشپړ اختيار ترلاسه دے٬ د دې باوجود د امن او امان صورتحال ښه والي لپاره اقدامات نه كوي۔وفاقي وزير ووئيل د خېبرپښتونخوا حكومت د امن او امان په اړه زيرو پالېسي لري او د ترهه ګرۍ په ضد د كاروائۍ په ځائے صوبائي حكومت د ترهه ګرو سهولت كاري كوي۔ده ووئيل ترهه ګرو د خېبرپښتونخوا ټول سياسي ګوندونه په نخښه كړي خو تحريك انصاف د ترهه ګرو مرستياله دے۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل خېبرپښتونخوا حكومت د ترهه ګرو غندنې كولو او د هغوي په ضد د كومې هم كاروائي كولو څخه په بشپړه توګه ډډه كوي۔د ترهه ګرو سهولت كاري كول د هغوي د پالېسۍ برخه ده٬دا د كالعدم ټي ټي پي”بي”ډله او د تحريك طالبان افغانستان “سي “ډله ده۔د پي ټي آئي صوبائي حكومت د تحريك طالبان پاكستان بشپړه سهولت كاري كوي او د تحريك طالبان افغانستان هم نمائندګي كوي۔هم دغه وجه ده چې سهيل آفريدي د خپل قول او فعل څخه وزيراعلٰی كم او د ټي ټي پي كمانډر زيات ښَكاري۔ده ووئيل چې كله د افغانستان لخوا په كوهاټ ډرون بريدونه وشول نو د پاكستان آرمي او پاك فضائيه هغه په لويې مهارت سره ناكامه كړل خو د خېبرپښتونخوا حكومت لخوا په دې اړه نه كوم د غندنې بيان راغلو او نه يې كوم داسې اقدام تر نظره شو كوم څخه چې دا ظاهر شي چې هغوي په دې معامله كوم واضحه دريځ اختياروي۔ده ووئيل په كرمه كښې د افغانستان لخوا د ايف سي په ځوانانو ډزې وشوې خو د خېبرپښتونخوا حكومت ذمه وارۍ هلته هم په دې وئېلو په نظر رانغله چې مونږ خپلو ځوانانو او امنيتي ځواكونو سره ولاړ يو او دا ډول ډزې به په هېڅ صورت برداشت نه كړی شي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل وزيراعلٰی سهيل آفريدي او د هغه كابينه د ترهه ګرو سهولت كاره هم ده۔دا بزدل دې چې اوس د پرلت څه هم تښتي٬كه چرې همت لري نو دهرنا دې وركړي ۔ ده ووئېل ما د خېبرپښتونخوا دوره كړی٬هلته كوم ډول چمتوالےنيول په نظر نه ښكاري۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل امن او امان صوبائي معامله ده٬صوبائي حكومت له پكار دي چې هغوي خپله صوبه كښې د امن او امان صورتحال كنټرول كړي۔ده ووئيل د امن او امان صورتحال ښه كول د صوبائي حكومت ذمه واري ده٬هغوي له پكار دي چې پوليس اصلاحات معارفي كړي٬پوليس اصلاحات راوستلو په ځائے صوبائي حكومت يو داسې قانون جوړ كړو د كوم د لارې چې د پوليس سياسي فورس جوړولو هڅه كيږي۔هغوي غواړي څنګه چې د هغوي حكومت د ترهه ګرو سهولت كاري كوي دغسې پوليس هم د ترهه ګرو سهولت كاري وكړي خو دا په پاكستان كښې نشي كېدې۔وفاقي وزير ووئيل زمونږ وګړي٬ځوانان٬افسران او امنيتي ځواكونه په بشپړ ډول متحرك دي او د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره به خپل كردار ادا كوي۔ټول قام قربانۍ وركوي او انشاﺀالله يوه ورځ به راشي چې ترهه ګر به په بشپړه توګه په شا شي او د هېواد څخه به د هغوي بشپړه خاتمه اوشي۔ده ووئيل صوبائي حكومت دې د ترهه ګرو سهولت كارۍ څخه ډډه وكړي٬تر نن ورځ دا نه دې اورېدلې شوي چې د پي ټي آئي صوبائي حكومت د ترهه ګرو غندنه كړې وي۔











