د پېټرول ريليف سكيم مقصد ځپليو طبقو ته نيغ په نيغه ريليف وركول دي٬د اولس٬سركاري او نجي املاك او مهم تنصيبات تحفظ باوري كول د رياست ذمه واري ده۔ د بلال اظهر كياني د شزا فاطمه خواجه سره پرېس كنفرنس ته وينا

  اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي)د خزانې او محصولات وزير مملكت بلال اظهر كياني وئېلي دي  حكومت په سختو معاشي حالاتو ٬محدود وسائلو او د آئي ايم ايف پروګرام بندېزونو  تر مخه د پیټرول ريليف سكيم د لارې دې طبقو ته نيغ په نيغه ريليف وركول هڅه كړې ده كومې چې د پيټرول بيعو څخه زياتې متاثره كيږي٬موټر سائيكل٬ركشه٬چنګچي او لوډر كارونكو ته هره اونۍ 500 روپۍ او …

 

اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي)د خزانې او محصولات وزير مملكت بلال اظهر كياني وئېلي دي  حكومت په سختو معاشي حالاتو ٬محدود وسائلو او د آئي ايم ايف پروګرام بندېزونو  تر مخه د پیټرول ريليف سكيم د لارې دې طبقو ته نيغ په نيغه ريليف وركول هڅه كړې ده كومې چې د پيټرول بيعو څخه زياتې متاثره كيږي٬موټر سائيكل٬ركشه٬چنګچي او لوډر كارونكو ته هره اونۍ 500 روپۍ او تر 800 سي سي ګاډو لپاره هر 10 ورځ پس 1000 روپۍ رعايت وركړے كيږي۔د جمعې په ورځ د وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه سره شريك كنفرنس ته ده ووئيل د پېټرول په ريليف سكيم په كاميابۍ سره عملدرآمد روان دے٬ ما د تېرو دوو ورځو په مهال  د خپلې حلقې درېو تحصيلونو كښې  نزدې 40 پیټرول پمپس دوره وكړه  او وګړو په خاص توګه موټرسائيكل ناستو كسانو سره مې نيغ په نيغه خبرې  وكړی۔  ده ووئېل د  زيات عمر لرونكو وګړو او زده كوونكو پشمول د ګڼ شمېر كسانو رجسټرېشن ما پخپله وكړو ٬ هغوي ته په موقع  ريليف ترلاسه كول ما وليدل۔ده ووئيل  موټر سائيكل٬ركشه٬چنګچي او لوډر كارونكو لپاره د سكيم له مخې هره اونۍ د  500 روپو وړيا پيټرول وركړے كيږي كوم چې د مياشتې نزدې 2000 روپۍ جوړيږي او 800 سي سي وړوو ګاډو لپاره هره 10 ورځو كښې تر 1000 روپو رعايت وركړے كيږي كوم چې د مياشتې نزدې 3000 روپۍ جوړيږي۔بلال اظهر كياني ووئيل موټر سائيكل٬ركشه٬چنګچي او لوډر لپاره په بنيادي توګه شناختي كارډ او د اړوند ګاډې ايكسائز رجسټرېشن كارډ ضروري دے۔د ګاډي رجسټريشن ضرورې دے خو د دې كارونكې  له يوازې  د خپل نوم رجسټرېشن لازمي نه بلكې د رجسټرېشن لپاره استعمال شوے موبائل سم  د شناختي كارډ سره منسلك پكار دے خو تر 800 سي سي ګاډو په معامله كښې د ګاډي مصرف كونكې په خپل نوم رجسټرېشن ضرورې دے۔ده ووئيل  سياسي كاركنانو٬اړوند ادارو او ميډيا ته خواست دے چې د سكيم په اړه معلومات په كلي٬كوڅو او محلو په كچه ورسېږي دغسې چې يوازې د معلومات د كمي په سبب كوم مستحق وګړے د دې سهولت څخه پاتې نه شي۔بلال اظهر كياني ووئيل په سختو معاشي حالاتو كښې  د حكومت هڅه ده چې ترلاسه وسائل په داسې انداز استعمال كړے شي كومو څخه چې د اولس د مياشتې خرڅونو بار كم شي۔وزيرمملكت د احتجاجي سياست په اړه  د پوښتنې په ځواب كښې ووئيل يو پلو وفاقي حكومت وګړو ته ريليف وركولو لپاره شپه ورځ كار كوي نو بل خوا خېبرپښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ په ضد پوليس اهلكار او د امنيتي ځواكونو  ځوانان د خپلو ځانونو قربانۍ وركوي۔په اسلام آباد كښې احتجاج او امنيتي انتظامات په اړه ده ووئيل  د كوم هم حكومت خواهش نه وي چې په ښار كښې كنټينرز ولګوي٬لارې بندې وي يا د وګړو  ژوند متاثره وي خو د تېر وخت پیښو او د امن او امان اندېښنو په لړ كښې د رياست ذمه واري ده چې اولس٬سركاري او د نجي املاك او مهم تنصيبات تحفظ باوري كړی شي۔بلال اظهر كياني ووئيل  دا تاثر سم نه دے چې اسلام آباد په بشپړه توګه بند دے٬زه پخپله  د څو ورځو په مهال سيالكوټ٬ګجرات٬جهلم٬دينه او سوهاوه څخه  اسلام آباد ته رارسېدلے يم او تګ راتګ روان ؤ  خو چې چرته ممكنه تشدد څخه د وګړو محفوظ ساتلو لپاره احتياطي اقدامات ضروري وي هلته به حكومت اقدامات كوي۔ده ووئيل حكومت يو پلو مشكل معاشي حالات كښې مستحقو وګړو ته نيغ په نيغه پیټرول ريليف وركوي او بل خوا د ترهه ګرۍ او امن او امان چېلنجونو هم مخ نيوې كوي۔

مزید خبریں