اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د ګل په ورځ د جاپان خارجه وزير توشي متسو موتيګي ټېلي فوني تماس ونيولو۔ د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې دواړو مشرانو د مېنځني ختيز او د منطقې په پراخه صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه او په تاٶ تريخوالي كښې په سمدستي توګه د كمي …
نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير اسحاق ډار سره د جاپان خارجه وزير ټېلي فوني تماس٬ مېنځني ختيز او د منطقې په پراخه صورتحال د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د ګل په ورځ د جاپان خارجه وزير توشي متسو موتيګي ټېلي فوني تماس ونيولو۔ د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې دواړو مشرانو د مېنځني ختيز او د منطقې په پراخه صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه او په تاٶ تريخوالي كښې په سمدستي توګه د كمي په اهميت يې زور راوړو۔ نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار د تاٶ تريخوالي خاتمې او د اوږدې مودې امن او استحكام ترلاسه كولو لپاره د اقدامات ملاتړ لپاره د عزم پخلے وكړو۔ د جاپان خارجه وزير توشي متسو موتيګي په منطقه كښې امن او استحکام لپاره مکالمې او د سفارتکارۍ په وده كښې د پاكستان د مثبت كردار ستائنه او ملاتړ وكړو۔ دواړو مشرانو شريكې رابطې په ځاے ساتلو لپاره ته هم اتفاق وكړو۔











