تل پاتې برآمدي پرمختګ لپاره مسابقت، پيداواري حجم او د پاليسو تسلسل بنيادي عناصر دي، د صنعت او حکومتي ادارو ترمېنځه پرله پسې رابطې د سباٶن پاليسۍ لپاره ضروري دي۔ سېنېټر محمد اورنګزېب

اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي تل پاتې برآمدي پرمختګ پاره مسابقت، پيداواري حجم او په پاليسو كښې تسلسل بنيادي عناصر دي، د صنعت او حکومتي ادارو ترمېنځه پرله پسې رابطې د سباٶن پاليسې جوړولو لپاره ضروري دي ۔ ده دا خبره د ګل په ورځ د اليکټرك فين صنعت نمائنده پلاوي سره په ورچوئل ملاقات كښې وكړه ٬ د …

اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي تل پاتې برآمدي پرمختګ پاره مسابقت، پيداواري حجم او په پاليسو كښې تسلسل بنيادي عناصر دي، د صنعت او حکومتي ادارو ترمېنځه پرله پسې رابطې د سباٶن پاليسې جوړولو لپاره ضروري دي ۔ ده دا خبره د ګل په ورځ د اليکټرك فين صنعت نمائنده پلاوي سره په ورچوئل ملاقات كښې وكړه ٬ د پلاوي مشري د فيډريشن آف پاکستان چيمبرز آف کامرس اينډ انډسټري او د پاکستان اليکټرك فين مينوفيکچررز ايسوسي ايشن غړو كوله۔ په ملاقات كښې څانګې ته په ورمخې ته مسئلو٬ د برآمدات په امکانات او د حکومتي معاونت په بېلا بېلو اړخونو تفصيلي خبرې وشوې۔ د پلاوي هركلي كولو سره د خزانې وزير په دې وروستيو كښې په لاهور كښې د اېف پي سي سي آئي کاروباري نمائندګانو سره د خپل ملاقات حواله وركولو سره د دې عزم پخلے وكړو چې حکومت به بېلا بېلو صنعتي څانګو سره نېغه په نيغه مشاورت روان ساتي دغسې چې د دوي په كاروباري حالاتو په ښه توګه پوهه شي او د دې په وده كښې مرسته وكړي۔ په دې موقع پلاوي د پكهو د صنعت په ډهانچه او په معيشت كښې د دې په اهميت رڼا واچوله۔ د خزانې وزير ته ووئيل شول دا صنعت په بشپړه توګه په ځائي كچه جوړ دے او په دې كښې نزدې 300 کارخانې شاملې دي كومې چې زياتره په ګجرات او ګوجرانواله كښې دي٬ دا صنعت د روزګار په اړه هم ځانګړے كردار لوبوي او نزې 40 زره كسان نېغ په نېغه او د يو نيم لك نه زياتو كسانو ته بالواسطه روزګار وركړے شوے۔ په دې موقع د صنعت لخوا د توان بچت لپاره د ډي سي فېن ټيکنالوجي په منتقل كېدو هم خبرې وشوې۔ د خزانې وزير د صنعت او حکومتي ادارو ترمېنځه مسلسل رابطې په سباٶن كښې پاليسي سازۍ لپاره ضروري وګرځولې۔ ده د توان بچت كوٶنكې ټيکنالوجيز ودې په اهميت زور راوړو ٬ ده ووئيل د موجودہ حکومتي اقدامات نه خبرتيا او په دې موثره عملدرامد د مطلوبه نتيجو ترلاسه كولو کنجي ده٬ د غونډې په پېل كښې د خزانې وزير ويليو ايډډ مينو فيکچرنګ او په برآمدات د اډانه صنعتونو بشپړ ملاتړ لپاره د حكومت د عزم پخلي كولو سره ووئيل د صنعت نمائندګانو سره مسلسل مشاورت به د راتلونكې معاشي منصوبه بندۍ مهمه برخه وي۔ په غونډه كښې وزيرمملكت بلال اظهر کياني، د خزانې وزارتِ، د فيډرل بورډ آف ريونيو او د نورو ادارو لوړ پورو ګډون كولو۔ په دې موقع نبيل احمد الياس (چيئرمين پي اي اېف اېم اے)، اېم اظهر اسلم (چيئرمين ايکسپورټ کميټي پي اي اېف اېم اے)، ياسر احسان (ډائريکټر پاک فينز)، عماد رفيق (ډائريکټر رائل فينز)او اېم فېصل افضل (سي اي او سپر ايشيا ګروپ) پشمول نورو نمائندګانو هم ګډون وكړو۔